هوسۍ – Deer

نر ته ېې غرڅه او ښځې ته ېې هوسۍ وېل کیږي. هوسۍ ۴۳ ډولونه لري، شخوند وهونکي، تی لرونکي او سومان یا د نوکو لرونکي حیوانات دي. د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. پښې ېې دوه واړه او دوه غټ سومان لري. پرته له چینایي د اوبو هوسۍ د ټولو ډولونو نران ېې ښاخ لرونکي ښکرونه لري همداسې د یو ډول ښځه هم ښکرونه لري. د چینایي هوسۍ نر د ښکرو په ځای دوه اوږده کانین غاښونه لري چې اوږدوالی ېې تقریبا تر ۵ سانتي متره پورې رسیږي. 
پرته له انترکتیکا او استرالیا ټولې لویې وچې د هوسۍ مورنی ځای ده. ډېر ډولونه نورو لویو وچو ته د لوبو لپاره انتقال شوي او هلته ېې نسل زېات شوی. یو ډول ېې چې ري ایندیر په نامه یادیږي او بل نوم ېې کاریبو ده د اوراسیا هوسۍ دي او اهلي شوي دي. د ځنې ډولونو نسل ېې له منځه تلو سره مخ ده خو په ډېرو لویو وچو کې په بندو سیمو کې ساتل کیږي تر څو ښکار نشي او نسل ېې ورک نشي.
مورفولوژي او چلند 
پرته له یوه ډوله د ټولو هوسیو نر ښکرونه لري. په ري ایندیر (رنجیفر تاراندوس) ډول کې ښځینه هم ښکرونه لري. بې ښکرو نر ېې د چین د اوبو هوسۍ (هایدروپوتس اینرمیس) ده چې کانین غاښونه ېې تر ۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. مګر فوسیلي مطالعه ښي چې د اوبو هوسۍ پلرونو ښکرونه هم لرل مګر اوسنی نسل ېې بې ښکرو ده. غاښونو ته ېې د عاج غاښونه وایي. د هوسۍ په دې نسل کې ځنې نسلونه دواړه د عاج غاښونه او ښکرونه لري. 
کیسه صفرا نلري، ښځینه ېې څلور تیان لري، د بوی د تولید غدې لري. مقعدي غدې او د فرج یا ولوا غدې نلري. 
هوسۍ ګیاه خوړونکې دي. وچ او کلک یا ځیګه واښه ډېر کم خوري، ډېر وخت تازه شنه شوي واښه خوښوي. له ونو هم ځنې غوټۍ او پاڼې خوري.
په خوړو کې تعصب کوي او هغه خواړه خوښوي کوم چې منرالونه، پروتین او ډېره انرژي لري؛ دا خواړه په هوسۍ کې د ښکرونو د لویدو وجه ګرځي. د هوسۍ ښکرونه له هډوکي جوړ ښکرونه دي چې هر کال بدلیږي له ماتیدو وروسته تقریبا په ۱۵۰ ورځو کې بیا ځلې وده کوي مګر دغه موده په ځنې ډولونو کې توپیر لري. ښکرونه ېې په یو عضلاتي او له عصابو ډک پوستکي پوښل شوي. وده کوونکي ښکرونه که لمس شي ګرموالی لري. کله چې دا پوستکی مړ شي نو خپل ښکرونه په وړو بوټو، ونو او د ونو په ښاخونو پسې سولوي تر څو خپل ښکرونه مات کړي او ډېر وخت د ښکر ماتولو پر وخت له ښکرو وینه ضایع کوي. ښکرونه ېې د جنسي نزدیکت له مودې مخکې بیا ځلې وده کوي او د جګړې پر وخت ېې د دفاع لپاره ېې کاروي یا هم د عشق د اظهار لپاره دیو غړي په توګه کاریږي. له جنسي نزدیکته وروسته دا ښکرونه بیا ماتیږي.


که چېرې په ځنګلونو کې اور ولږیږي، یا هم سیلابونه راشي، د واورې ښوېدنه ځنګلونه لاندې کړي او یا هم داسې نورې طبعي پېښې رامنځته شي نو هوسۍ د دې وړتیا لري چې لنډ مهاله استوګنځایونه پیدا کړي. 

د زړې نړۍ هوسۍ 
سېر ویدای کورنۍ په دوه توپیر لرونکوګروپونو وېشل شوې: د زړې نړۍ هوسۍ (سېروینای)، د نوې نړۍ هوسۍ (کاپریولینای). دغه توپیر ېې د پښو له جوړښت نه کیږي. 
د زړې نړۍ هوسۍ ۱۱ ډولونه لري: یو ډول ېې د اسیا چې د مونت جکس په نامه یادیږي تر ټولو زړې هوسۍ دي نر ېې ښکرونه او دوه اوږده کانین غاښونه لري. همداسې د هندوستان هوسۍ چې درې ډولونه لري یو ېې باراسینګا، اېلډ چې اوس ېې نسل له منځه تللی او چیتل هوسۍ دي. د زړې نړۍ هوسۍ بل ډول د اندونیزیا تیمور هوسۍ دي، د هندوستان وړې هوګ هوسۍ، پلېتورا هوسۍ، د اندونیزیا باوین هوسۍ، کلامیان هوسۍ، ویزایان هوسۍ او د فیلپاین نصواري رنګه هوسۍ د زړې نړۍ هوسۍ دي. 
د زړې نړۍ هغه هوسۍ چې په ښکرونو کې د ښاخونو څلور څانګې لري په دې کې د جاپان سیکا هوسۍ، د کوچنۍ اسیا داما داما هوسۍ شاملې دي. 
د نوې نړۍ هوسۍ 
دې هوسیو په شمالي امریکا، اوراسیا او جنوبي امریکا کې خپل استوګنځایونه اختیار کړل. تر ټولو غټه ېې د موز په نامه یادیږي چې د یخ په دوره کې خپل تکامل ته رسېدلې. دا هوسۍ تقریبا دوه متره قد لري. بل ډول ري ایندیر ده چې ډېر غټ ښکرونه لري، له سړو سره بلدې هوسۍ چې ډنګر بدن لري د اوراسیا ریو هوسۍ هم د نوې نړۍ هوسۍ دي. د اوبو هوسۍ چې په کوریا او چین کې موندل کیږي، د امریکا د سپینې لکۍ هوسۍ، کچرې هوسۍ، بروکیټ هوسۍ، پودو هوسۍ چې قد ېې تر ۳۰ سانتي متره پورې لوړیږي، اندیان هوسۍ او سرې هوسۍ د نوې نړۍ هوسۍ دي.