د ښکاري سپیانو نسل ده. او کارونه ېې تر رېټرایور، پواینټر او سیټر سپیانو معمولا زېاته ده. دا سپیان په خپل لید او بوي باندې ښکار پېدا کوي. د بوي په ذریعه پیدا کوونکي هونډ (ډکس هونډ او بلډ هونډ) د روزنې لپاره خپل روزن ځایونه لري چې په ځمکه او هوا کې ښکار د بوي په ذریعه پېدا کوي. د لید په ذریعه د ښکار پیدا کوونکي (سالوکي او افغان هونډ سپیان) دي چې په خپل دید باندې له ډېر لرې ښکار ویني او پیدا کوي. ځنې هونډ سپیان لکه بیګل، باسېټ او فاکس هونډ په ډله کې منډه وهي خو افغان هونډ، بورزوی او لاسالوکي هونډ په ښکار پسې یوازې منډه وهي.