Vagina – واجینا

په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (vulva) او واجینا (vagina) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له خولې د ځېلانځ تر خولې پورې وي.
 
په ولوا کې (labia) شامله ده کومه چې د ولوا د چین یا تاو شوو برخو داخل او بهر دی، د واجینا خوله (vagina opening) شامله ده، ولوا پاسه برخه کې (clitoris) وي کوم چې ولاړ یا نېغ شکل لري، یورېترا او یا د ادرارو بهر ته غورزونکي کانال (urethra) خوله شامله ده.
 
واجینیا عضلاتي کانال دی کوم چې په عصبي رګونو او مخاطي غشا استر شوی. ځېلانځ او د رحم خوله سره وصل کوي او د میاشتینۍ ناروغۍ، نر سره جنسي اړیکې نیونې او اولاد زېږونې کې مرسته کوي. د واجینا خولې ته (vagina opening) نوم اخلي د (vaginal vestibule or introitus) په نامه هم یادیږي. د مقعد او (urethra) ترمنځ وي او یا هم هغه خوله ده له کومې چې د میاشتینۍ ناروغۍ وینه بهر ته بهیږي، د جنسي اړیکې او اولاد زېږونې لار هم ده.
 
د واجینیا دیوال (Vaginal wall) په مخاطي پردې پوښل شوی وي. مخاطي پرده یې لکه خوله کې د سخواختي استر په څېر وي. دیوال کې یې زیات اېلاستیکي یا د کش کېدو وړ فایبرونه موجود وي، د دېوال په جوړښت کې یې چین هم موجود دی کوم چې د اولاد زېږونې او یا هم جنسي اړیکې پر وخت له واجینا سره په خلاصېدو کې مرسته کوي.
 
په واجینا کې د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت د هورمونو سره تړاو لرونکی بدلون رامنځته کیږي. په خپل بهرني استر کې ګلیکوجېن ذخیره کوي. په دې برخه کې ګلیکوجېن تجزیه کیږي او د (pH) د برابرې کچې په ساتنه کې مرسته کوي تر څو واجینیا له باکتریا او مرخېړیو وساتي.
د واجینا ناروغۍ او حالتونه
په رحم کې زیات حالتونه رامنځته کېدای شي تر ټولو عام یې لاندې یاد شوي
Vaginitis
د رحم پړسېدنه ده او لامل یې د رحم عفوني کېدنه وي علایم یې د مایع بهر بهېدنه، بخار او سوزېدنه ده. دا حالت مختلف ډولونه لري او هر ډول یې د مختلفو عواملو له امله رامنځته کیږي.
د (Bacterial vaginosis) ډول یو باکتریایي عفوني کېدنه ده. په واجینا کې خپل طبیعي بې زیانه باکتریا موجودې وي کله چې دا باکتریا بې کچې زیاتې تولید شي نو واجینیا کې زیان رسونکې باکتریا ګانې پیدا کیږي. دا ناروغي نر ته نه انتقالیږي او نه یې نر له یوې ښځې بلې ته انتقالولای شي. د دې حالت پر وخت ممکن له ښځې زېړ رنګه یا سپین رنګه مایع وبهیږي.
د (Yeast infection) حالت هغه وخت رامنځته کیږي چې کله په واجینا کې (Candida albicans) زیات تولید شي. په ښځو کې دا حالت ډېر عام دی. علایم یې بخار، پړسېدنه او ټینګه سپین رنګه مایع بهېدنه ده. د دې حالت درملنه د مرخېړیو ضد درملو باندې کیږي – د ډاکټر له مشورې پرته په خپل سر درمل مه کاروئ.
د (Trichomoniasis) حالت ته د (trichomoniasis) نوم هم اخلي او د جنسي اړیکې له لارې بل ته هم انتقالېدای شي. د پیدا کېدو لامل یې د (Trichomonas vaginalis) په نامه د پرازیت شتون وي. علایم یې کب ته ورته بوی لرونکې شنه یا زېړ رنګه خړ رنګه مایع وي، په واجینیا کې سوزېدنه او سوروالی هم پیدا کوي. درملنه یې په انتیبیوتیک کیږي او نر او ښځې دواړو ته درمل نسخه کیږي ځکه چې دا حالت نر ته هم انتقالیږي.
د (Vaginismus) حالت د واجینا په عضلاتو کې بې اختیاره انقباض پیدا کوي یا تنګوالی پیدا کوي. د دې حالت لرونکې ښځې له نر سره د جنسي اړیکې نیونې پر وخت درد احساس کوي. لسګونه لاملونه لري خو ډېری وخت د تېر وخت د جنسي اړیکې له احساساتو سره تړاو لرونکی لامل وي.
د جنسي اړیکې له لارې انتقالیدونکې ناروغۍ
په انګرېزۍ کې ورته (Sexually transmitted infections) وایي، لنډیز یې (stis) دی. د ښځې په واجینا کې ذخې پیدا کولای شي او د درد لامل کېدای شي. د جنسي اړیکې له لارې ځینې انتقالیدونکې ناروغۍ کوم علایم نلري او یوازې د ازموینې پر وخت مالومیدای شي. د جنسي اړیکې له لارې تر ټولو عامې انتقالیدونکې ناروغۍ (chlamydia genital herpes gonorrhea genital warts) دي.
په واجینا کې نور عام حالتونه
د واجینا ډنګرېدل یا کوچني کېدل (Vaginal atrophy)
په واجینا کې د کش کېدو ځانګړنه له منځه وړي او د واجینا کانال تنګوي. دېری وخت په هغو ښځو کې عام وي چې عمر یې زیات او د میاشتینۍ ناروغۍ پای تجربه کوي ځکه چې دې وخت کې په ښځو کې د ایسټروجن هورمون تولید کمیږي او د واجینا مایع هم ورسره کمیږي. له دې پرته په ځوانو انجونو او ښځو کې هم د ایسټروجېن د کموالي له امله پیدا کیدای شي. نور لاملونه یې کوچنیانو ته شیدې ورکول، دهګیو کیسه لرې کول او یا هم د ځینو درملو د کارولو له امله وي. دا حالت د ښځې په واجینا کې وچوالی، د جنسي اړیکې پر وخت درد او نا ارامي پیدا کولای شي.
د واجینا لاندې زوړندېدل (Vaginal prolapse)
دا حالت د ښځې په واجینا کې پراخوالی پیدا کوي، بهر یې د نورو غړو لور ته باسي. دا حالت ښځو کې کم وخت پیدا کیږي. دا حالت د زېږون له امله، د قبضیت له امله په غټه کلمه کې د جمع شوو ادرارو پر واجینا د فشار له امله او یا هم په چاغو ښځو کې د ګېډې د وزن پر واجینا د فشار له امله پیدا کیږي. دا حالت مختلف ډولونه لري لاندې یې ډولونه وګورئ :
د (cystocele) ډول د واجینا پر مخکینې برخې او مثانې اغیز کوي
د (rectocele) ډول یې د واجینا په وروستۍ برخه او د غټې کلې په پای اغیز کوي
د (enterocele) ډول د واجینا د دیوال پر مخکینۍ برخې او وړې کلمې اغیز کوي
هر وخت له ځان سره علایم نلري خو ځینو ښځو کې یې علایم د لګن خاصره د ډکوالي احساس وي، ځینې ښځې د ستونزې په برخه کې کش کېدونکی احساس کوي. علایم د درېدو پر وخت سخت وي خو د ملاستې پر وخت یې علایم ورکیږي. د خندا، پرنجېدو او ټوخېدو پر وخت یې خالي ادرار بې اختیاره تویږي.
څرنګه پوه شو چې په واجینا کې ستونزه لرو ؟ د واجینا د رنګ بې کچې بدلون، په واجینا کې بوی پیدا کېدل، په واجینا کې نا ارامي، سوروالی یا بخار، له جنسي اړیکې وروسته یا د جنسي اړیکې پر وخت د وینې بهېدنه، د دوه میاشتینیو ناروغیو ترمنځ د وینې بهېدنه، په زړو ښځو کې د میاشتینۍ ناروغۍ له درېدو وروسته د وینې بهیدنه او یا هم د جنسي اړیکې پر وخت درد د واجینا ستونزه ښي.
څرنګه انجونې او ښځې کولای شي د واجینا له ناروغیو ساتنه وکړي ؟ واجینا خپله په طبیعي توګه ځان پاکوي د دې تونل له مینځلو ډډه وکړئ. له واجینا سره د بوي لرونکي صابون، شامپو او داسې نورو تولیداتو له اړیکې ډډه وکړئ ځکه چې د واجینا د (pH) په کچه کې توپیر راولي. که له خپل نر سره جنسي اړیکه نیسی نو د روغتیا په اړه یې ځان ډاډه کړئ. سپورت وکړئ په ځانګړې توګه د ګېډې کمولو سپورت. د ځینو ناروغیو لکه تور زیړی او داسې نور واکسین وکړئ که چېرې مو د ژوند ملګری دا ډول ناروغئ ولري تاسې ته یې انتقال نکړي. د رحم د سرطان لپاره هر کال یا دوه کاله وروسته ازموینه وکړئ.
د واجینا سرطان
د واجینا سرطان مختلف ډولونه لري خو یو ډول یې ډېر عام دی او د (squamous cell carcinoma) په نامه یادیږي، د واجینا په استر کې وده کوي، په پیل کې کوم علایم نلري خو که چېرې نورو برخو باندې برید وکړي له واجینا د وینې بهیدنه، له واجینا غیرې نورمال مایع بهیدنه او یا په واجینا کې غوټه پیدا کیدنه یې لمړۍ نښه وي. د واجینا د سرطان له درېو دوه برخې یې د جنسي اړیکه له لارې د انتقال شویو ناروغیو له امله پیدا کیږي که چېرې لمړي پړاو کې تشخیص شي درملنه یې ممکنه وي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons