Silky Anteater – ورېښمین مېږی خور

د دوه ګوتولرونکی پیګمي او لنډ قدی مېږی خور (two-toed, pygmy, or dwarf anteater) هم ورته وایي. تی لرونکی میږی خور ده. د ډول علمي نوم یې (Cyclopes didactylus) ده. تر ټولو وړوکی او لږ پېژندل شوی د مکسیکو په سوېل کې، برازیل او بولیویا کې پیداکیږي. په لوړو ونو کې د شپې لخوا ژوند کوونکی ده. وزن ېې تقریبا تر ۳۰۰ ګرامه پورې او اوږدوالی ېې تقریبا تر ۴۴ سانتی متره پورې رسیږي.
ډلبندي
غټ میږي خور او تامندوا د میرمیکوفاګیدای کورنۍ (family Myrmecophagidae) جوړوي دکورنۍ د نوم مانا یې په لاتیني ژبه کې (مېږی خوړل) ده. ورېښمین مېږی خور په خپله کورنۍ سیکلوپېدیدای (family Cyclopedidae) کې ډلبندي شوی. دواړه کورنۍ د مېږي خورو وېرمیلینګوا فرعي ډله (suborder Vermilingua) جوړوي. وېرمیلینګوا په لاتیني کې د چونجي ژبې لرونکي ته وایي او د ټولو مېږي خورو ژبې نرۍ اوږدې چونجي ته ورته دي. ټول مېږي خواره او سلوت (sloth) د زېنارتران ( Xenarthra) په پیلوسا ډله (order Pilosa) کې ډلبندي شوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله پیلوسا
   کورنۍ سیکلوپیدیدای
نسل سایکلوپس
Silky Anteater
Cyclopes didactylus. Photo by Quinten Questel