Goat – وزه

وزې شخوند وهونکې، تی لرونکې، په داخل کې خالي ښکر لرونکي ژوي دي، له کاپرا نسل (genus Capra) سره تړاو لري. لنډې لکۍ، د پسونو په پرتله سیده وېښته لري. په انګرېزۍ کې یې عام نوم (goat) ده، نر ته یې (buck or billy) نومونه اخلي، ښځې ته یې (does or nanny) وایي او بچیانو ته ېی (kid) نوم کاریږي. د مارخور او ای بېکس ډولونه یې وحشي دي.
 
د کورنیو وزو نسل له (pasang) زېږېدلی علمي نوم یې (Capra aegagrus) ده او اصلي ځای یې ګمان کیږي چې اسیا ده, تر ټولو زاړه پېژندل شوي د فارس دي. په چین، انګلستان، شمالي امریکا او اروپا کې وزه په بنسټیزه توګه د شیدو تولیدونکې ده او د شیدو له ډېرې برخې یې پنیر جوړیږي. دوه وزې کولای شي د یوې کورنۍ د شیدو اړتیا پوره کړي او په هغو سیمو کې چې د غوییزو ساتنه امکان نلري ډېر خلک وزې ساتي. په ګرمو سیمو کې تر غوا کمې شیدې کوي خو په سړو سیمو کې تر غوا ښې شیدې کوي. ځینې نسلونه یې یوازې د وړۍ لپاره ساتل کیږي په ځانګړې توګه کشمیرۍ او انګورا وزې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons