ولې اروا پوهان تجربوي طریقې کاروي ؟

ټول ساینسپوهان که فزیکپوهان دي او که کیمیا پوهان او یا بیولوجي پوهان، که د ټولنې پېژندونکي او که اروا پوهان ټول د موضوع د مطالعې لپاره تجربوي طریقې کاروي. تجربوي طریقه کې مالومات راغونډیږي، مالومات ترتیب کیږي او د مالومات پایله د څېړنې د پایلې په توګه خپریږي. کومې طریقې چې ساینسپوهان د تجربوي طریقو لپاره کاروي ډېر پخوا جوړې شوې او کارول شوې طریقې دي او د نوو تجربو لپاره بنسټ ګڼل کیږي د همدې طریقو له مخې مالومات راغونډیږي، راغونډ شوي مالومات څېړل کیږي او بیا دیوې پاېله په توګه په یوه چوکاټ کې خپریږي.
 
ساینسي طریقه هم د انسان د چلند د مطالعې لپاره خورا اړینه ده خو په دې طریقه کې د انساني چلند په اړه ټولو پوښتنو ته ځواب نشي موندل کېدای ځکه چې هغه څه ساینسي نشي ګڼل کېدای د کومو په اړه چې مونږ د هو یا نه دقیق ځواب ونلرو او یوازې اټکل یا وړاندوینه وي. له همدې امله ساینسپوهانو د ارزښتونو او حقایقو په اړه توپیر په ګوته کړی. ارزښتونه شخصي ویناوې دي د بېلګې په توګه د یو کس نظر ” د جنین یا اولاد سقط باید په دې هېواد کې قانوني اجازه ونلري “، ” زه چې کله مړ شم جنت ته ځم” خو حقایق بیا له دې ډول وینا سره توپیر لري او د تجربوي مطالعې پر بنسټ یې دقیقوالی مالوم وي چې ایا داسې ده او که نده د بېلګې په توګه د پخوانیو انسانانو د مخ کاسې د اوسنیو په پرتله پراخې وې، هند په اسیا کې دی، افغانستان غرونه او سیندونه لري، د اروا پوهنې بېلګه یې هغه کسان چې د اوږد مهال لپاره سټرس وي تر نورو زیاتې روغتیایي ستونزې پیدا کوي.
 
همداسې ساینسپوهان د دې لپاره چې د ارزښتونو او حقایقو ترمنځ توپیر وکړي د څېړنو لپاره تجربوي طریقه کاروي خو ځینې ارزښتونه ممکن وروسته په حقایقو بدل شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons