که چېرې انسان هره ورځ خپل بدن کش کړي خوب کې یې ښه والی رامنځته کیږي، بدن کې یې دردونه کمیږي، د بدن هره برخه کې یې پړسوب کمیږي، انسان که چېرې د سټرس له امله د تېښتې یا مقاومت حالت کې وي له دواړو یې بهر کوي، که چېرې یې د ژوند په اوږدو کې بدن ټپي شوی وي د ټپ ځایونه ارام ساتي.
ډېری خلک فکر کوي چې عضلې یې ډېرې شخې دي او باید بدن کش کړي خو دا کوم حقیقت نه لري، له ټول بدن د فاشیا (fascia) په نوم پوښ تاو دی، فاشیا په بشپړ توګه خپله کې نښتې. که چېرې تاسې خپله فاشیا ټپي کړئ نو بدن کې مو د ټپ نسجونه وده کوي او پایله کې مو د فاشیا نسجونه یو بل سر نښلي. روغتیا لرونکې فاشیا متحرکه، د انعطاف یا قاتېدو وړ او د بریښنایي ځانګړنې لرونکې وي.
که چېرې فاشیا روغتیا لرونکې نه وي په ځانګړې توګه که چېرې ټپي شوې وي نو غیرې منظم جوړښت وده پکې کوي او ډېری خلک دې حالت کې فکر کوي چې عضله یې نیول شوې یا شخه شوې خو اصل کې عضله نه وي بلکې نیول شوې فاشیا وي.
ځینې کسان د کومو چې د ملا پورته برخه یا وږې کوپې شوې وي لامل یې د فاشیا نښتي نسجونه دي کومو چې یاد کس په کنګل حالت کې نیولی وي. که چېرې د یو کس پښه ماته شي او پښه یې درې اونۍ پلستر وي نو له پلستر پرانیستلو پس یې پښه شخه پاتې وي، د شخ پاتې کېدو لامل یې د فاشیا بې خوځښته حالت کې وده ده. که چېرې له پلستر پرانیستلو پس پښې ته مساج ورنکړل شي، کش نه کړل شي او همداسې شخ حالت کې پاتې شي نو همداسې حالت کې فیوز کیږي.
که چېرې تاسې ټوله ورځ ناست یاستئ، ټوله ورځ موټر چلوئ او یا کم خوځښت کوئ نو دا اړینه ده چې هره ورځ ماخوستن کې خپل بدن کش کړئ کنه نو د ماتې پښې په څېر به مو فاشیا شخ پاتې کړي.