ویلیم کیت بروکس
ویلیم کیت په کال ۱۸۴۸کې د مارچ مېاشتې په ۲۵ نېټه دامریکا په کلیویلینډ اوهیو کې زېږېدلی. او په کال ۱۹۰۸ کې د نومبر په دولسمه نېټه په لېک رونالډ کې مړ شوی.
ویلیم کیت د امریکا زولوجیست وو چې د سمندري حیواناتو په اناتومي او امبریولوجي کې د پام وړ څېړنې کړي په ځانګړي ډول د قشرې یا سخت پوستو په اړه . ویلیم کیت د ۱۹ پېړۍ د تشریحي مورفولوژي وه– داسې کس وه چې په ځانګړو طریقو ېې د سمندري حیواناتو جوړښت مطالعه او تشریح کړ.
د دې ترڅنګ ېې هڅه وکړه چې په خپلو تکړه شاګردانو د دې مطالعې او تشریح ازموینې هم وکړي.
ویلیم کیت د هاردورډ پوهنتون محصل وه او په کال ۱۸۷۵کې ېې له همدې پوهنتو نه دوکتورا واخیسته. په کال ۱۸۷۶ کې د جان هاپکېنز پوهنتون استاد شو او د بیولجي د څانګې مشري ېې په غاړه واخیسته. همداسې ېې د چیزا پیک زولوجیکي لابراتوار تاسیس کړ. د زولوجي په اړه لیکنې او کتابونه ېې د : اویسټر، دې جېنس سلپا او فونډېشن اف زولوجي په نامه دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!