ټول د احترام حق لري
ټول انسانان د سیاسي او د ټولنیزو ستونزو په اړه خپل جلا نظر لري خو په ورته وخت کې ټول بیا یو شریک نظر لري هغه دا چې هر انسان د احترام حق لري. یو ښه وینا کوونکی هېڅکله د یو کس یا یوې ستونزې له امله د ټول ګروپ، قوم یا د خلکو د ډلې په اړه عامه قضاوت نه کوي. همداسې د خلکو د ځانګړنو له امله د چا په اړه قضاوت نه کوي. همداسې د یو کس له ځانګړنو فرضیې نه جوړوي، مطلب دا چې که د یوې ډلې یو کس ناسمه چاره کړې وي تل د هغو خلکو په اړه فرضیې جوړې کړي. ښه وینا کوونکی توپیرونو ته ارزښت ورکوي او په دې اند وي چې توپیرونه یوه ښکلا ده.
نړیوالتوب دې ته لار هواره کړه چې د مختلفو کلتورونو، پوهې او سیمو خلک خپله کې ګډ کار وکړي او د توپیرونو په اړه پوهه ترلاسه کړي او یو بل ته احترام ولري، له توپیرونو ټولنه جوړه کړي. په ۲۱ پېړۍ کې دا وړتیا ډېره زیاته اړینه ده تر څو له توپیر لرونکو خلکو سره همغږې اړیکې پرې جوړې کړای شو. که چېرې یو کس کې دا وړتیا وي چې له مخالف جنسیت، د بل قوم، مذهب او ژبې له خلکو سره ښې اړیکې جوړې کړای شي نو دا کس سوداګري هم د بریا په لور بیولای شي.
۱ – په کار ځای کې د جنسیت، مذهب، سیمې، کلتوري ځانګړنو یادونه مه کوئ. د بېلګې په توګه سبا یو هندو مونږ سره د کانال جوړولو کې کار کوي. د کار کوونکي هندو والی د هغه کس شخصي ځانګړنه ده او د کار له چاپېریال سره کوم تړاو نه لري.
۲ – په پرمختللو هیوادونو کې، په کار ځای کې د جنسیت ضمیر ډېر کم وخت کاریږي او ډیری وخت د هغه او هغې په ځای هغوي ویل کیږي. همداسې یو کس ته یې د مېړه او ښځې کلیمه مه کاروئ بلکې د ژوند ملګری یا ملګرې او یا داسې نورې کلیمې وکاروئ.
۳- که چېرې د یو معلول کس د معلولیت په اړه خبرو کولو ته اړتیا وي نو په ډېره خنثی طریقه خبرې وکړئ. داسې هېڅکله مه وایئ ” زلمی ډېپرېشن لري، احمد ګوډ دی “.
۴ – یو کس یې په روغتیا او یا معلولیت مه تعریف کوئ. یو کس یې د تابعیت، قوم، ژبې او سیمې له مخې مه تعریف کوئ.
۵ – د خلکو ځانګړې ډلې ته اولویت مه ورکوئ.