ټېرا ټوما څه دی ؟
ټېرا ټوما یا تېراتوم ډېر کم وخت رامنځته کېدونکی تومور دی، په ځان کې کولای شي بشپړ ودې ته رسېدلي نسجونه یا غړي ولري، په دې کې هډوکي، وېښته، غاښونه او عضلې هم شامل دي. تر ټولو زیات د شمزي پای کې د لکۍ په هډوکي کې، د نر په هګیو او د ښځې د هګیو په کیسه کې وده کوي خو له دې پرته د بدن نورو برخو کې هم پیدا کیږي. په تازه پیدا شوو کې، د کم عمر ماشومانو کې او لویانو کې راڅرګندیدای شي. د نرانو په پرتله په ښځو کې ډېر وي. په تازه پیدا شوو ماشومانو کې سرطاني نه وي خو د لرې کولو لپاره یې بیا هم عملیات ته اړتیا وي.
د ټېراټوما ډولونه
ټېراټوما دوه ډوله تشرېح شوی : یو یې بشپړ ودې ته رسېدلی او بل یې ودې ته نارسېدلی. لاندې د دواړو په اړه لنډه تشرېح ولولئ.
– بشپړ ودې ته رسېدلی یې معمولا غیرې سرطاني تومور وي، له عملیات او لرې کولو پس ممکن بیا وده وکړي.
– ودې ته نا رسېدلی ټېراټوما ممکن په سرطاني ټېراټوما بدل شي.
بشپړ ودې ته رسېدلی ټېراټوما مختلف ډولونه لري :
– سیست : کوم چې په خپلې مایع لرونکې کڅوړې کې بند وي.
– جامد : په کڅوړه کې بند نه وي او له نسجونو جوړ وي.
– ګډ : دواړه د نسجونو او مایع برخې لري.
بشپړ ودې ته رسېدلي ټېراټوما ته په انګریزۍ کې (dermoid cysts) نوم هم اخلي.
د ټېراټوما علایم
په پیل کې ممکن علایم ونلري خو کله چې وده وکړي علایم یې له موقیعت سره تړاو لري. د ټولو ګډ علایم لاندې یاد شوي :
– درد
– پړسېدنه او د وینې بهېدنه
– د اې اېف پي کمه لوړېدنه (alpha-feroprotein)
– د بي اېچ سي جي کمه لوړېدنه (beta-human chorionic gonadotropin)
که چېرې ټېراټوما د لکۍ په هډوکي کې وي نو علایم یې قبضیت، په ګېډه کې درد، د خالي ادرارو پر وخت درد، په پښو کې کمزورتیا او خاصره لګن سره برخه کې پړسوب وي. دا ډول تومور تقریبا ټول په تازه زېږېدلو ماشومانو کې وي. په هرو ۴۰۰۰۰ ماشومانو کې یو له همدې ډول تومور سره پیدا کیږي. د هلکانو په پرتله تر ډېره په انجونو کې وي.
د ښځو د هګیو په کیسه کې ټېراټوم تومور : علایم یې په لګن خاصره یا ګیډه کې شدید درد وي. د درد لامل یې وده کوونکو تومور وي. کله نا کله د (NMDA encephalitis) په نامه کم پېښېدونکی روغتیایي حالت هم ورسره مل وي او دا حالت انسان کې سر درد، پسیکوسیس او نور اروایي علایم پیدا کوي.
د نر په هګیو (خوټو) کې ټېراټوما تومور غوټې یا پړسوب ته ورته وي خو ممکن علایم ونه لري. تر ډېره د ۲۰ کلنۍ او ۳۰ کلنۍ تر منځ پیدا کیږي خو په هر عمر کې هم وده کولای شي.
د ټېراټوما د ودې لاملونه
د بدن د ودې په بهیر کې د پېچلتیا له امله رامنځته کیږي، هغه طریقه هم پکې شامله وي د کومې له مخې چې حجرې ځانګړې او توپیر لرونکې کیږي.
ټېراټوما کله نا کله زېږونکې حجرې (grm cells) راڅرګندوي، یادې حجرې د مور په ګېډه کې، د ودې حال جنین کې په ډېرو لمړیو پړاونو کې وده کوي. د یادو لومړنیو حجرو ځینې حجرې نر کې د سپرمو تولیدونکې حجرې او په ښځه کې د هګیو تولیدونکې حجرې کیږي خو د بدن نورو برخو کې هم پیدا کېدای شي لکه د لکۍ هډوکي کې او د سږو جلا کوونکې پردې کې کومې ته چې (mediastinum) نوم اخلي. زېږونکې حجرې د دې وړتیا لري چې له ځانه داسې ځانګړې حجرې جوړې کړي کومې چې ستاسې بدن کې پیدا کیږي.
د ټېراټوما په اړه یوه تیوري ادعا کوي چې د ټېراټوما پیل په زېږونکو حجرو کې کیږي. په دې تیوري کې دا هم تشرېح شوي چې څرنګه ټېراټوما په وېښتو او غاښونو کې پیدا کیږي.
د غبرګوني تیوري یا نظریه
په پنځه لکه ماشومانو کې یو داسې پیدا کیږي چې جنین ټېراټوما تومور (fetus in fetu) لري په دې مانا چې په جنین کې جنین وي. د تومور شکل ډېری وخت ناسم جوړ شوي جنین ته ورته والی لري. تومور ژوندي نسجونه وي خو د پلاسېنټا او امنیوټیک کڅوړې ملاتړ ورسره نه وي، او ودې ته د نا رسېدلي جنین ودې ته د رسېدو امکان نه وي.
یو بله تیوري وایي چې داسې غبرګونی دی کوم چې وده نشوه کولای دوېم جنین کوم چې وده کړې په خپل ځان کې نغښتی.
له یادو تیوریانو سره مخالفت کوونکې تیوري بیا له جنین سره جنین پرمختللی ډېرمویډ سیسټ ګڼي.
ټېرا ټوما او سرطان
ټېراټوما که ودې ته رسېدلی وي نو معمولا غیرې سرطاني ګڼل کیږي او که چېرې ودې ته نا رسېدلی وي نو ممکن سرطاني وي. د سرطان احتمال یې بدن کې له موقیعت سره تړاو لري.
د لکۍ په هډوکي کې ټېراټوما تر ۲۰ % پورې ودې ته نا رسېدلی وي. که چېرې غیرې سرطان هم وي باید په جراحي لرې کړل شي ځکه چې کچه یې غټه وي او د ودې حال کې وي. تر ډېره په تازه زېږېدلو ماشومانو کې وي.
د ښځو د هګیو په کیسه کې ټېراټوما ودې ته رسېدلي وي. ودې ته رسېدلي ټېراټوما ته د ډېرمویډ سیسټ نوم هم اخلي. د ښځې د هګیو کیسه کې تر ۳ % پورې سرطاني وي. د مثل د تولید په کلونو کې، پکې پیدا کیږي. ډېر کم وخت له ۲۰ کلنۍ مخکې په ځوانو انجونو کې سرطاني هم وده کولای شي.
د نر په هګیو یا خوټو کې ټېراټوما تومور دوه ډولونه لري یو یې له بلوغیت مخکې او بل یې له بلوغیت وروسته رامنځته کیدای شي. له بلوغیت مخکې ټېراټوما تومور ودې ته رسېدلی او معمولا غیرې سرطاني وي. کوم چې له بلوغیت وروسته پیدا کیږي له هرو درېو څخه یې دوه سرطاني وي.
د ټېراټوما تشخیص
تشخیص یې له موقیعت سره تړاو لري.
که چېرې ماشوم د مور په ګېډه کې وي او د لکۍ په هډوکي کې ټېراټوما تومور ولري نو له پیدا کېدو مخکې یې تشخیص د مور د وینې په ازموینې، د خاصره لګن په اېکس رې، الټراسونډ یا سي ټي سکېن کیږي.
د ښځې د هګیو په کیسه کې ټېراټوما : که چېرې ودې ته رسېدلی وي نو کوم ځانګړي علایم نه لري او تر ډېره د نسایي او ولادي ازموینو پرمهال یې تشخیص کیږي. که چېرې غټ وي نو ډېر وخت د هګیو له کیسې تاویږي او په ګېډه یا خاصره لګن کې د درد لامل کیږي.
د نر په هګیو کې ټېراټوما : په پیل کې علایم نه لري او ډېر ژر وده کوي. وروسته دواړه سرطاني او غیرې سرطاني په خوټو کې د درد لامل کیږي.