Tennessee walking horse – ټېنسي واکینګ هارس
په انګرېزۍ کې ورته (Plantation Walking Horse) هم وایي. د اسونو نسل ده، نوم یې د متحده ایالتونو د ټېنسي ایالت څخه او د قدم وهلو له انداز څخه اخیستل شوی (منډې ته ورته قدم وهي). نسل یې له سټنډرډ برېډ او مورګان اسونو اخیستل شوی. قد یې تر ۱۵۷ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۴۵۰ کیلو ګرام پورې رسیږي. د بدن رنګ یې تور، څېړۍ (بلوط) ته ورته سور، نسواري، خړ، زېړ او یا تک سپین وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!