په انګریزي کې ورته (upslope wind) هم وایي. هغه سیمه ایز بادونه دي چې د غونډیو او غرونو په هغې سحطه چې د لمر خوا ته وي له ښکته خوا پورته خیژي. د ورزې لخوا لمر دغه سطحه او په دې سطحې کې لږېدونکي بادونه تر هغو بادونو او سطحو ژر ګرموي چې ورسره په نښتو سیمو کې وي لکه د درو او نورو هوارو سیمو بادونه او سطحه. دا ډول تودوخه د بادونو په غلظت کې کمی رامنځته کوي. کله چې دا بادونه پورته وخیژي نو ورپسې نور بادونه خیژي چې پاسه تلونکي بادونه (Anabatic wind) ورته وایي. د دې بادونو د تګ سرعت ۳-۵ متره په ثانیه کې وي او په یو ساعت کې ۷- ۱۱ مایله پورې .