سمندري چونجیان دي، په برخو وېشل شوی بدن لري، د ایونیسیدای او نیریدای کورنیو (amilies Eunicidae and Nereidae) غړي دي، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) او په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې شامل دي. د مثل تولید یې په بې سارې توګه ترسره کیږي هر کال د کال په ورته وخت کې او په هماغه وخت کې په پوره سپوږمۍ کې د مثل تولید کوي. د مثل تولید لپاره چونجی په دوه برخو جلا کیږي د لکۍ برخې ته یې (epitoke) نوم اخلي او په همدې برخه کې د مثل د تولید حجرې وي، دا برخه د اوبو سطحې لور ته په لامبو راخیژي او د اوبو سطحه کې هګۍ او سپرم پرېږدي. لسګونه زره (epitoke) برخې چې کله سپرم او هګۍ پرېږدي نو ښکاري کبان او انسانان د ځان لور ته جذب کوي انسانان یې هم د خوړو لپاره رانیسي. د سر خوا برخې ته یې (atoke) نوم اخلي او لاندې د اوبو تل کې پاتې کیږي.
د ایونیسیدای کورنۍ چونجیان تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږدیږي، بدن یې په برخو وېشل شوی وي او هره برخه کې برانشونه لري. سر یې څو دانې حسي ښکرونه لري. خوله یې غاښونه لري. د دې کورنۍ نر سور ته ورته نسواري او ښځه یې شین رنګ لري.
د (Palolo siciliensis) ډول کوم چې د ارام سمندر په سوېل کې پیدا کیږي د مرجان په درزونو او غارونو کې ژوند کوي. کله چې د مثل د تولید وخت شي نو لکۍ یې له تنې جلا کیږي او بدلون پکې رامنځته کیږي. عضلې او ډېر غړي له منځه ځي او په ډېر چټکۍ سره د مثل تولید غړي وده کوي. کله چې وده وکړي نو د لکۍ برخه یې د اوبو سطحې ته په لامبو ځي کوم چې سترګې هم لري خو مخکینۍ برخه یې په تونل یا چاودونو کې نښتې پاتې کیږي او د لکۍ پرې شوې برخه یې بیا وده کوي. پرې شوې لکۍ هر کال سهار وخته د دوه ورځو لپاره په اکتوبر کې په پوره سپوږمۍ کې راڅرګندیږي، همداسې ۲۸ ورځې وروسته هم راڅرګندیږي او شمېر یې په دې وخت کې ډېر زیات وي. خپل سپرم او هګۍ پرېږدي او القاح رامنځته کیږي. ډېر خلک یې د خوړو لپاره رانیسي.
د وېسټ انډیز ډول (E. furcata, or E. schemocephala) د اوبو سطحې ته د جون او جولای د بشپړ سپوږمۍ پر وخت د القاح لپاره راخیژي او خپلې هګۍ او سپرم پرېږدي.
