پاپیلون – Papillon

دا سپیان له ۱۶ پېړۍ پېژندل شوي. پخوانی نوم ېې ډوارف سپانیال ده. ډېرو رسم شوو تاریخي انځورونو کې هم دا سپیان لیدل شوي. دا نسل د مدام دو پومپادور او ماري انتوانېت خوښ نسل وو. د دې سپي د نوم فرانسوی تلفظ پاپی ېو ده چې شوپرک ته وایي او انګریزي تلفظ پاپیلون ده. د پاپي یو نوم پرې په ۱۹ پېړۍ کې ایښودل شوی. د دې سپیانو یو ډول چې غوږونه ېې پاسه ولاړ او بل ډول لاندې زوړند غوږنه لري. قد تر ۱۱ انچه پورې لوړیږي او وزب ېې تر ۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.