په اروا پوهنه کې د تشرېح کچې
اروا پوهنه خورا زیاتې موضوع ګانې مطالعه کوي او د مطالعې کچې یې هم توپیر سره لري. په ټیټه کچه اروا پوهنه بیولوجیکي اغیزونه مطالعه کوي لکه جینونه، نیورونونه، نیوروټرانزمېټرونه او هورمونونه ؛ په منځنۍ کچه اروا پوهنه د یوه ځانګړي کس ځانګړنې او وړتیاوې مطالعه کوي خو په لوړه کچه اروا پوهنه ټولنې، ادارې او کلتورونه مطالعه کوي درېواړه په چلند تمرکز کوي.
د ځینو بې نظمیو په مطالعه کې درېواړه کچې شاملې وي لکه د ډېپرېشن په مطالعه کې چې لاملونه یې کلتوري، بیولوجیکي او ټولنیز دي او په ټوله نړۍ کې لسګونه لکه خلک په دې رنځ اخته دي. کوم اروا پوهان چې د ډېپرېشن په درملنه کې بوخت وي ډېری یې د نسخې لیکلو اجازه هم لري او په نسخه کې د پروزاک په څېر درمل د ډېپرېشن د کمېدو لپاره توصیه کوي. کوم اروا پوهان چې په منځنۍ کچه کې پوه لري له مراجعه کوونکو سره د هغه څه په درملنه کې مرسته کوي چې د ژوند له منفي تجربو یې ترلاسه کړي وي. تر ټولو د لوړې کچې اروا پوهان د هر کلتور په نر او ښځه کې د ډېپرېشن توپیر مطالعه کوي.
د نرانو په پرتله په ښځو کې اروایي بې نظمۍ خورا زیاتې دي. خو په کلتورونو کې بیا د لودیځ په کلتور کې زیاتې اروایي بې نظمۍ موجودې دي. د کلتور له مخې یې شمېر په امریکا، کاناډا او اروپا کې دی خو زیاتې ښځې بیا په هند، چین او جاپان کې له اروایي بې نظمیو کړیګي. که یو کس اروا پوهنه کې زیاته مطالعه ولري نو په دې به پوه شي چې هېڅ کچه یې ټولې ستونزې نشي تشرېح کولای.
اروا پوهنه یو حالت مطالعه کوي او دې حالت ته د خلکو د چلند اختیار کولو لامل په نښه کوي. خو خلک په یوه ځانګړي حالت کې مختلف چلندونه اختیار کوي او له همدې امله یې وړاندوینه ستونزمنه ده. په یوه ځانګړي حالت کې ممکن یو کس کمه اندازه ډېپرېشن تجربه کړي خو ممکن بل یې زیات تجربه کړي او یا یې هېڅ تجربه نکړي. یو کس ممکن د ډېپرېس کېدو لپاره زیات لاملونه ولري خو ممکن یو کس بې وجې ډېپرېشن ولري. کوم څه چې اروا پوهنې د وړاندوینې په توګه ویلي ډېری وخت امکان وي د بېلګې په توګه که له یو کس سره ستونزه ولرو ممکن ناپوه کس شخړه وکړي او پوه کس د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي. خو دا وړاندوینه یوازې امکان ده.
د ارواپوهنې تر ټولو نامتو مکتبونه
Structuralism
دا مکتب د تفکر او باطن طریقې کاروي تر څو د اروایي تجربو بنسټیز عناصر وپېژني. په دې مکتب کې تر ټولو لویه ونډه اخیستونکي (Wilhelm Wundt, Edward B. Titchener) دي.
Functionalism
هغه ځانګړي اروایي اړخونه چې اوسمهال یې انسانان او ژوي لري د لاملونو رېښې یې پیدا کوي په دې مانا چې ولې په انسان او ژوي کې ځانګړي اوسمهال کې شته اروایي اړخونه راپیدا شوي، له کومه او څرنګه راپیدا شوي. په دې مکتب کې تر ټولو لویه ونډه اخیستونکی (William James) دی.
Psychodynamic
هغو احساساتو، فکرونو او یادونو ته نظر کوي چې مونږ ترې خبر نه یو، زمونږ کوچنیوالي ته کتنه کوي، په دې مکتب کې تر ټولو لویه ونډه اخیستونکي (Sigmund Freud, Carl Jung, Alfred Adler, Erik Erickson) دي.
Behaviorism
د فرضیې پر بنسټ، دا مکتب وایي چې دا امکان نلري چې د ذهن رښتینې مطالعه وکړو نو له همدې امله اروا پوهان باید پر چلند تمرکز وکړي، په دې مکتب کې تر ټولو لویه ونډه اخیستونکي (John B. Watson, B. F. Skinner) دي.
Cognitive
دا مکتب د ذهني پړاونو مطالعه کوي، په دې پړاونو کې لرلید، فکر، حافظه او قضاوت هم موجود دي. په دې مکتب کې تر ټولو لویه ونډه اخیستونکي (Hermann Ebbinghaus, Sir Frederic Bartlett, Jean Piaget) دي.
Social-cultural
په یوه ټولنه کې د موجودو خلکو پر فکر او چلند څرنګه کلتور اغیز کوي د همدې مطالعه کوي. په دې مکتب کې تر ټولو لویه ونډه اخیستونکي (Fritz Heider, Leon Festinger, Stanley Schachter) دي.
ډېر ساینس پوهان په دې اند دي چې جېنونه او چاپېریال دواړه د انسان پر چلند حیاتي اغیز لري. تر اوسه پورې ساینس پوهان په دې څېړنې کوي چې څرنګه د ژوند په اوږدو کې تجربې او زده کړې له طبیعت (بیولوجیکي جوړښت) سره په توافق کې کار کوي.
یوه پوښتنه داده چې ایا مونږ د خپل چلند کنټرول لرو او د هر عمل کولو یا نه کولو لپاره خپله اراده کوو او که کړنې مو د چاپېریال، ټولنې او کلتور د اغیز له امله پرته له ارادې تر سره کیږي ؟ په قانون کې یو مجرم ته ځکه جزا ټاکل کیږي چې د خپلو کړنو اختیار لري په دې مانا چې د قانون ماتولو یا نه ماتولو اختیار لري. خو تر ټولو وروستیو څېړنو دا ښودلې چې مونږ پر خپلو کړنو ډېر کم اختیار لرو.
ډېر وګړي د یوې سمې پرېکړې لپاره سم مالومات لټوي خو ډېری وخت د ډېرو وګړو پرېکړې د ناسمو مالوماتو پر بنسټ وي.
مونږ په دې پوهېږو چې څه مو د یوه ځانګړي چلند لامل شوي ؟ اوسنۍ څېړنې ښي چې مونږ د یو اختیار کړي چلند د لاملونو له یوې برخې خبریږو او ډېر داسې څه شته چې زمونږ د چلند لامل کیږي خو مونږ ترې ناخبره یو.
Comments
So empty here ... leave a comment!