په اوسمهال کې د اوسېدو عملي طریقه

“انسان لکه رنګ شوې ښیښه داسې ده، که چېرې د لمر وړانګې پرې پرتې وي ځلېږي، خو چې کله تیاره خپره شي ریښتینې ښکلا یې هغه وخت څرګندیږي چې داخل کې یې رڼا وي.”
– اېلیزابېت کوبلر
 
په اوسمهال کې اوسېدنه، په اوسمهال کې خپل، احساس، فکر او کړنو ته پام دی. که مو چېرې یاد وي کوچنیوالي کې هر څه ممکن وو، ورځې اوږدې وې خو اوس دومره لنډې دي چې د ورځنیو چارو لپاره یې هم اوږدوالی کافي نه دی. د شپې مو خوب ارام وو او سهار به مو طبیعت تازه وو خو اوس خوب نه درځي. هره ورځ مو د خوښي ناڅاپه پېښې وې خو اوس داسې نه ده بلکې مسولیت دی او هر څه تصادف نه دی. له دې ټولو وروسته بیا د نړۍ له هر څه نا خبره بېرته په خوب ویده کېدلی.
 
دا ټول کله بدل شو ؟ له کله چې تاسې دا اړتیا درک کړه چې مونږ کار او دندې ته اړتیا لرو او له دې لارې د خپل ځان او ممکن د کورنۍ ملاتړ وکړو. ایا امکان لري چې دا هر څه بېرته راوګرځوو ؟ د ژوند له سټرس او کار سره خپلو اړیکو کې بدلون امکان لري ؟ ایا امکان لري چې کار او مسولیتونو مو د ډېپرېس کېدو په ځای په خوند اخیستو بدل کړی ؟
 
ډېری خلک په دې اند دي چې مونږ زیار یوازې د کار د مالک د ګټې لپاره باسو، توپ له مالک سره وي او هر لور ته یې چې زړه وي توپ شوټ کوي او مونږ میدان کې بې واکه او بې ارزښته ښکته پورته منډې وهو. ممکن تاسې له دې نه یاستی خبر چې د کار مالک مو هم د کار مالک لري او همداسې یې د بې امني او بې ارزښتي په احساس ډکوي. د بې امنۍ، بې ارزښتي دا ډول احساس له کار کوونکي پیل وي او په ټولو رتبو او مقامونو کې پورته روان وي او تر پایه پکې هېڅوک هم د ارزښت او امنیت احساس نه کوي. که چېرې تاسې داسې حالت سره مخ یاستی نو د خپلې نړۍ بیا ارزونه وکړئ، حالت ته بیا کتنه او فکر وکړئ.
 
په ۲۱ پېړۍ کې تر هرې بلې پېړۍ خلک ډېر له سټرس سره مخ دي لامل یې په سوداګریزه نړۍ کې لوی رامنځته شوي بدلونونه دي. کله هم چې د انسان پام بل ځای کې وي پایله یې سټرس وي او همداسې د سټرس له امله یې پام کې ستونزه رامنځته کیږي. سټرس په ملا کې د درد، د وینې د لوړ فشار، د زړه د ناروغیو، سالنډي، زیات وزن، شکر، ډېپرېشن، تشویش، د هاضمې سیستم کې د ستونزو او کله نا کله په ځینې خلکو کې د سرطان لامل کیږي. که چېرې مو زهن روغتیا ولري نو د سټرس کچه به مو همدومره کمه وي.
 
په اسمهال کې اوسېدنه کومه نوې چاره نه ده. بودا ۲۵۰۰ کاله مخکې په دې اند وو چې “زهن مو یوازینۍ داسې برخه ده کومه چې نه مړه کیږي، زهن ستاسې له درک نه زیات ځواکمن دی او یوازینۍ برخه ده له کومې چې هر څه سرچینه اخلي.”
 
مونږ هغه وخت فکر کوو چې زهن مو کمزوری دی کله مو چې زهن په خپلسر له یوه فکره بل ته ټوپ کړي، له کنټرول پرته له یوه نظره بل نظر ته ټوپ کړي. بودا دې ډول زهن باندې د بېزو زهن نوم ایښی کوم چې د بېزو په څېر له یوې څانګې بلې ته ټوپ اچوي. مونږ ورته بې فکري وایو. برعکس فکر له خپل چاپېریال سره په سوله ایزه توګه په اوسمهال کې اوسېدنې ته وایي. که چېرې مونږ اوسمهال کې واوسو او په سوله ایزه توګه واوسو په دې مانا چې پرته له قضاوته، پرته له شخړې، پرته له رد کولو، پرته له کنټرول کولو د خپل چاپېریال له ځان سره همهاله ومنو نو په اوتومات توګه مو سټرس کمیږي.
 
کوم کسان چې په دوامداره توګه د سټرس کمولو لپاره یوازېتوب اختیار کوي، بدن یې له سټرس سره د انعطاف ځانګړنه پیدا کوي او په دې خلکو کې له نورو سره خواخوږي او مهرباني زیاتیږي. داسې یوازېتوب اختیار کول چې انسان په اوسمهال کې وي نو په انسان کې احساساتو ته غبرګون کموي او دا چاره د بدن په هغو برخو د فعالیت په کمولو کوي چېرې چې منفي احساسات ثبت کیږي او هغې برخې کې فعالیت زیاتوي چېرې چې مثبت احساسات ثبت کیږي. په انسان کې له فکر کولو مخکې چټک غبرګون هم کموي، چټک غبرګون ته “مقاومت یا تېښته” هم وایي او په دې چارې مونږ کې ارامتیا زیاتوي، مونږ کې دا وړتیا پیدا کوي چې د فکر پر بنسټ خپله خوښه ولرو او هر چاره مو حالت سره مقاومت او یا له حالت تېښته نه وي. په اوسمهال کې د اوسېدنې لپاره یوازېتوب اختیار کول زمونږ زهن ته دا ور زده کوي چې هغه څه ووینو کوم چې زمونږ چار چاپېره تېریږي، د چار چاپېره پېښو په اوس مهال کې لیدل زهن د ستونزو داسې حل لارې لټولو ته اړ کوي له کومې سره چې نوښت رامنځته کیږي، زمونږ زهن د نویو نظرونو موندلو او منلو ته اړ کوي.

په اوسمهال کې اوسېدنه په اوسمهال کې پام بوختول دي او پرته له قضاوته یې منل دي. په اوسمهال کې اوسېدنه او یوازېتوب اختیار کولو باندې ساینس هم څېړنې کړي او د خوښ اوسېدو د ادامې لپاره یې اړین ګڼلي. په اوسمهال کې د اوسېدو لپاره خلک ډېر تخنیکونه کاروي. هر انسان ممکن خپله طریقه وکاروي. اړینه داده چې انسان خپل زهن اوسمهال کې وساتي او له چاپېریال سره واوسي.

په ۱۹۷۹کې پروفیسور جان کبات زېن په طب کې ، په اوسمهال کې د اوسېدنې کارول پیل کړل او زیاته یې کړه چې اوسمهال کې اوسېدل او یوازېتوب اختیار کول په دواړو اروایي او فزیکي علایمو کې ښه والی رامنځته کوي. ډاکټر ګولمېن وایي، “له ځانه خبر کسان په ارادي توګه عمل کوي، عمل یې پېښو ته غبرګون نه وي.” په اوسمهال کې اوسېدنه مونږ ته دا را زده کوي چې څرنګه فکر وکړو او کوم فکر زهن کې پرېږدو او کوم پرېنږدو. زمونږ د فکر طریقه زمونږ تقدیر جوړوي که مو د فکر طریقه ګډه وډه او د زهني روغتیا ګواښونکې وي نو تقدیر مو هم هماغسې وي لکه ګډ وډ زهن کې فکرونه.

په هره ټولنه کې کلتور او مذهب رول لري، دواړه په لوړه کچه کنټرول کوونکی منظم جوړښت لري او د هرې ټولنې په لویه برخه حاکم وي. خو ساینس هم د کلتور او مذهب په څېر د ټولنې کنټرول کوونکی دی. ساینس هم مونږ ته وایي چې څه وخورو او څه ونخورو، کوم درمل وکارو، څرنګه فکر وکړو، څه ډول جامې واغوندو، څرنګه خبرې وکړو، څه مطالعه کړو، چا ته رایه ورکړو، له چا سره واده وکړو او څومره بچیان ولرو. د ټولنې په نورمونو کې تل مونږ د خپل فکر، بدن او زهن د استقلال او ازادي په هڅه کې یو.

ډېری انسانان هغه څه کوي کوم چې مخکې ترسره شوي وي، په ترسره کولو کې یې د منطق په اړه له خپل زهن څخه پوښتنه هم نه کوي. د دې لپاره د یوې وړې انجلۍ کیسې ته پام وکړئ کومې چې خپله مور په پخلنځي کې د پخلي پر مهال څارله.

مور به یې اوونۍ کې یو ځل غوښه غوړو کې سره کوله، په کړایي کې تر اچولو مخکې به یې د غوښې یو څنګ او بل څنګ پرې کوه او بیا به یې غوړو کې اچوله. ډېر کلونه تېر شول انجلۍ لویه شوه او واده یې وکړ. یوه ورځ یې له خپل مېړه سره غوښه سره کوله نو د غوښې یو بل څنګ یې پرې کړ او بیا یې په کړایي کې واچوله نو مېړه یې پوښتنه ترې وکړه چې دا دې ولې داسې وکړل ؟ یوه دقیقه یې له ځان سره فکر وکړ بیا یې مېړه ته ځواب ورکړ “نه پوهېږم چې ولې خو مور مې ډېره ښه اشپزه وه او هغې به ډېری وخت همداسې کول نو فکر کوم چې سم کار به وي.” څو ورځې وروسته د مور کره ولاړه او له مور یې پوښتنه وکړه چې ولې دې غوښه یو بل اړخ کې تر پخولو مخکې پرې کوله ؟ مور یې ورته ووېل “ځکه چې پلار دې داسې غوښه راوړله کوم چې پراخه نه وه او بونټۍ وه د پراخېدو لپاره مې پرې کوله.”

مونږ انسانان د زهن له ملتیا پرته په ژوند کې د راتلونکې په لور ګامونه اخلو او د یو څه کولو یا نه کولو لپاره له ځان څخه د ولې پوښتنه نه کوو.

په انګرېزۍ کې (consumerism) د کارونکو یا مصرفونکو د ګټو ساتنې او ودې ورکولو ته وایي. تولیدونکي مونږ د اعلاناتو په بې کچې مالوماتو بمبار کوي او په فعاله توګه مو دې ته هڅوي چې تر پخوا نوی، لوی، ښه، ځلېدونکی او ډېر وغواړو. دا چاره مونږ پای کې ډېر زیات ستړي کوي ولې او څرنګه مو ستړي کوي ؟ ډېری خلک د اېلون ماسک او داسې نورو خلکو په څېر نامتو څېرې ګوري او هغو مالوماتو پسې ټولنېزې رسنۍ ګوري کوم چې ستاسې د هېڅ درد لپاره نه دوا کیږي، دا چاره مو دې ته اړ کوي چې تاسې د نورو په څېر جامې واغوندی، د نورو په څېر کارونه وکړی، د نورو په څېر خبرې او اکتونه وکړی، د نور په څېر باور ولرئ او له دې ټولو د خپل ځان هویت جوړ کړی داسې هویت کوم چې تاسې نه یاستی. د همدې چارې لپاره تاسې له ځان پېژندلو تېښته کوی، د ځان په څېر له اوسېدلو تېښته کوی او پای کې مو دا چاره دومره ستړی کړي چې بلاخره په دې پوه شی چې نه د خلکو په څېر شوې نه د ځان په څېر، نه خلک خوښ دي او نه هم ته خوښ یې.

له پورته حالته د ځان ژغورنې لپاره “زه یې باید وکړم” په “زه یې خوښوم” بدل کړئ. که چېرې زمونږ خوښه د یو څه کول یا نه کول شي نو فکر له کړنو سره ملتیا کوي او زهن مو د تکراري کړنو په ځای د خلاقیت لپاره نوې لارې چارې لټوي.

که تاسې په اوسمهال کې د اوسېدو لپاره یوازېتوب اختیار کړئ نو زهن ته مو د خوښې لرلو طریقه ورزده کولای شی، په اوسمهال کې د پاتې کېدو طریقه، د قضاوت نه کولو طریقه او د همدې لپاره د خپلې خوښې لرلو طریقه. د خلکو په څېر د ژوند نه کولو طریقه یوه بېلګه لاندې وګورئ چې تاسې فکر کولو ته اړ کوي او فکر مو خوښې لرلو ته لار هواروي.

– د خلکو په څېر خواړه نه خورم، داسې لارې پیدا کوم چې خواړه مې په مناسبه طریقه روغتیا ساتونکي کړم.
– د خلکو دودونو ته لمړیتوب نه ورکوم، هغه څه ته لمړیتوب ورکوم چې زه یې غواړم.
– د نورو خلکو فکر ته ښه ښکارېدونکی وزن نه جوړوم، بلکې نورمال وزن د خپلې روغتیا لپاره ساتم.
– که زه د هر څو کالو یم، خپل عمر عیب نه ګڼم.
– خپلو فکرونو ته پام کوم او د منفي فکر له پلي کولو ډډه کوم، د منفي فکر پلي کولو ته د ټولنې د نورمونو نومونه نه ورکوم او ویاړ نه ترې جوړوم لکه بل ته د زیان اړولو ته د غیرت نوم ورکول.
– د ټولنې په څېر پیسو پسې یوازې منډې نه کوم، د ژوند ممکن کولو تر څنګ پوهې زیاتولو ته هم هر عمر کې لمړیتوب ورکوم.
– په خپل مسلک کې د دندې ترڅنګ نورو زدکړو هڅه کوم.
– خپلو بچیانو ته د پوهې زمینه برابروم او هغه څه ته یې نه اړ کوم چې زه غواړم، د فکر کولو حق ورکوم.
– مور او پلار د هغو ټولو لپاره بښم چې زما د خوښې خلاف یې په ما کړي، زهن ته دا وایم چې ممکن دوي زما لپاره په کمه پوهه، زاړه فکر ښه راتلونکې غوښتله.
– په خپلو همکارانو د برید په ځای، ښه چلند ورسره کوم.
– د هر کس او هر حالت په اړه مثبت فکر کوم، زهن کې د هېچا او هېڅ حالت په اړه منفي تعریف نه کوم.
– په خپل ژوند کې د هر څه مسولیت په خپله اخلم، خپل مسولیتونه د نورو په وږو نه بار کوم.
– له سګرټ څکولو، نسوارو اچولو او له درملو خوړلو ډډه کوم.
– نڅا، لامبا، منډه، فوټبال، کریکټ او داسې نورو سپورتونو ته مخه کوم.
– خپلو بچیانو باندې نیوکې نه کوم، که چېرې یې کارونه زما د خوښې په څېر نه وي له وهلو ډبولو، توهین کولو یې ډډه کوم.
– په نورو پسې خبرې نه کوم.
– په خپل ژوند کې د هرې پېښې پړه په نورو نه اچوم.
– د نورو د مثبتو کړنو ستاینه کوم.
– هغه څه چې زه یې نشم بدلولی ورسره له لاس ګرېوان کېدو ډډه کوم او هماغسې یې منم لکه چې دي.

کوم څه چې ستاسې ژوند کې پېښیږي تاسې یې ۱۰۰ % مسول یاستی، کوم څه چې نه دي پېښ شوي تاسې یې د نه پېښېدو ۱۰۰ % مسولیت په غاړه لری. په دې مانا چې ژوند کې ټولې پېښې رامنځته کېدل ستاسې د فکر له کارولو او نه کارولو سره تړاو لري.

Comments

This post currently has one response

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons