په خبرو اترو کې “وکړئ” او “مه کوئ”

وکړئ :
– د بحث له پیل کولو مخکې ځان په دې پوه کړئ چې ولې یې پیل کوې.
– په بحث کې د ستونزې حل ته وخت وقف کول
– په ارام سیده کیناستل او یا ارام درېدل او د سترګو اړیکه ساتل
– د ستونزې له امله د خپل احساس په اړه خبرې کول
– کله چې مقابل کس سمه خبر کوي نو خبر یې تاید یا تصدیق کړئ
– خبرې په ستونزه متمرکزې ساتل او بلې موضوع ته نه تلل
– که چېرې بحث په فزیکي شخړه بدلېدونکی وي په ارام سره واټن اخیستل او ځای پرېښودل

مه کوئ :
– په بې احترامي او برید کوونکي چلند د بحث پیل کول
– بل ته په خبرو کې بد احساس ورکول
– په موضوع د خبرو په ځای په عمومي ډول هر څه کې بل ملامت ښودل
– پخوانۍ نا حل شوې ستونزې بیانول
– پرته له دې چې ستونزه حل شي د بحث په نیمه کې پرېښودل
– د خپل ځان د سلامت او د بل ملامت ښودلو لپاره د نورو خلکو نظرونه بیانول
– په شپه کې بحث کول، یو یا دوه ساعته بحث ته ادامه ورکول

Share
Hide Buttons