په خپلې وړتیا شک
په ځان شک کول د انساني طبیعت یوه برخه ده خو که چېرې بې کچې زیات وي نو هغه وړتیاوې مو له منځه وړي کومې چې تاسې د موخې لاسته راوړنو لپاره کاروئ. له دې پرته په اړیکو (له مېرمن یا مېړه سره اړیکې، له ملګرو سره اړیکې، له کورنۍ سره اړیکې، له همکارانو سره اړیکې، له ګاونډیانو سره اړیکې) له منځه وړي، په هر ډول فعالیت (په کار ځای کې فعالیت، د کور مدیریت، سپورت او تفریح) اغیز لري. په ځان شک ستاسې هره کړنه کې ځای نیسي او غیرې اړینه نا ارامتیا درکې پیدا کوي، تاسې کې زهني او فزیکي کړاو رامنځته کوي او دې ته مو اړ کوي چې د هر څه له کولو ډډه وکړئ.
که چېرې مونږ په دې پوه شو چې شک مو په مزاج، کړنو، داخل کې احساس او انګېزې خپل اغیز لري نو په دې به هم ورسره پوه شو چې شک له تاسې څخه داسې کس جوړوي کوم چې د ځان تر ټولو لوی دښمن وي. شک کوم حقیقت نه دی بلکې په بدن کې ناسمه خبرتیا ده کومه چې مونږ پېژندلی او لرې کولای شو. په ځان شک داسې بېکاره ابزار دي کومو ته چې اړتیا نه لرو او د بریا په لور لار کې د خنډ په توګه پراته وي.
په ځان شک له کومه کیږي ؟ کله چې تاسې خپلې وړتیاوې ونشئ پېژندلای او یا یې په پېژندلو کې پاتې راشئ او خپلو کمزورتیاو ته په کتنه کې افراط وکړئ نو له دې سره تاسې کې د خپل ځان په اړه شکونه پیدا کیږي.
ریښتینې اندېښنه او شک خپله کې توپیر سره لري. د ریښتینې اندېښنې لپاره کړنو ته اړتیا وي تر څو د بدلون له لارې سمون رامنځته شي.
ګل ببۍ وایي چې د خپل ځان او وړتیاو په اړه شک د ټولو داخل کې کمین نیولی وي
ګل ببۍ ۵۳ کلنه ده او مخکښه ډاکټره ده. ګل ببۍ وایي چې زه د هیچا پروا نه کوم که د چا خوښېږم او که نه. همداسې اضافه کوي چې خپله ټوله کورنۍ یې مینه ورسره لري او ویاړ پرې کوي او همداسې ګل ببۍ هم دوي ته بېرته په ټول پام مینه ښي او خپلې کورنۍ سره ژمنې ته په ټول ډاډ ژمنتیا ښي. د کورنۍ لخوا مینې او ارزښت ورکولو شک ترې پټ کړی وو او ګمان یې کوه چې همدومره ریښتیا دي چې کورنۍ دې ارزښت درکړي او مینه درسره ولري. د ګل ببۍ تعریف ویره او شک نه دی کړی بلکې د هغې زدکړو او همداسې په طب کې تجربه یې تعریف کوي خو په ورته وخت کې ګل ببۍ نه ده خبره چې په ویاړ او خپله رشته کې یې شک هم پروت دی او د ګل ببۍ انتظار کوي.
چېرې چې ګل ببۍ ډاکټره وه د همدې څانګې ریس بدل شو او اوسنی ریس یې یو ځوان وو کوم چې غوښتل پخواني غړي له دندې وباسي او د دې اجنډا لپاره یې سیاسيي لاملونه او موخې لرلې. ګل ببۍ ته زهن کې دا شک پیدا شو چې په دې څانګه کې یې ۱۵ کاله دنده ترسره کړې او ممکن دا هم له دندې د ګوښه کولو په نوملړ کې شامله وي. ګل ببۍ زهن کې ځان مبارزې ته په چمتو کولو بوخته ده تر څو یې مخنیوی وکړي. په دې وخت کې د ګل ببۍ شکل له داخل څخه بهر ته راووته او په دې فکرونو کې ډوبه شوه چې ممکن په خپله دنده کې هغسې ښه نه وي لکه فکر یې چې کوه او ممکن له دندې ګوښه کړل شي. د ګل ببۍ په ځان د باور، پوهې او تجربې په منځ کې شک کمین نیولی وو او بلاخره بهر برید ته راووته.
په مونږ ټولو کې شک موجود وي صرف سټرس ته اړتیا لري چې بهر یې راوباسي. کله هم چې بهر راووځي نو زمونږ فکر، احساس او کړنو ته رنګ ورکوي.
ستاسې هر څه په دې پورې تړاو لري چې خپل ځان باندې شک ته تاسې کوم ډول غبرګون ښیئ.
ریښتینې اندېښنه له شک سره توپیر لري
ریښتینې اندېښنه داسې سګنال وي کوم چې مونږ ته د یوه ریښتیني خطر په اړه خبر راکوي، مونږ ته دا پیغام راکوي چې یو حالت ته کتنه وکړو او ارزونه یې وکړو او ځان په دې پوه کړو چې د مدیریت لپاره یې مجهز یو او که نه. که چېرې تاسې په مناسبه توګه چمتو نه اوسئ نو ریښتینې اندیښنه تاسې ته د چمتو اوسېدنې لپاره پیغام وي. ریښتینې اندیښنه د بلې وړتیا اضافه کولو او یا هغې وړتیا چې تاسې یې لرئ د کارولو پیغام وي تر څو یو رامنځته شوی حالت پرې مدیریت کړئ.
شک برعکس تاسې په خپلې وړتیا او هیلو شکمن کوي او تاسې له حقیقت لرې ساتي، تاسې په دې اند کوي چې تاسې یو حالت نشئ مدیریت کولای، تا په دې اند کوي چې ته مطلوب کس نه یې خو حقیقت داسې نه وي.
دا اړینه ده چې په دې پوه شئ چې بهر چاپېریال کې څه روان دي او ستاسې داخل کې څه روان دي، که چېرې دا چاره تاسې په دوامداره توګه تکرار کړئ نو د شک د رامنځته کېدو پرمهال سملاسي شک پېژندلی شئ، د شک د مشروعیت په اړه ارزونه کولای شئ، زهن کې د خپل ځان مثبت انځور جوړولای شئ. که چېرې د شک د لېنز ځای تاسې خپل ځانته په ځان د باور لنېز کې وګورئ نو چلند به مو رغونکی وي.
د شک یوې بېلګې ته لاندې کتنه وکړئ :
یو ملګري مو تاسې سره د لیدنې وعده کړې وه ناڅاپه یې تاسې ته خبر درکړ چې په ټاکلي وخت تاسې سره نشي لیدلای. که چېرې تاسې کې د ځان او خپلو وړتیاو په اړه شک موجود وي نو لاندې علایم درکې پیدا کیږي :
– ناهیلي، خپګان، غسه، نا ارامتیا
– ستاسې زهن کې دا فکر چې تاسې ارزښت نه لرئ او هغه کس ممکن تر دې کوم غوره څه ته مخه کړې وي، ستاسې زهن کې دا فکر چې ممکن تا سره اوسېدو زړه تنګی کوه
مونږ ټول چاپېریال کې یو څه وینو او داخل کې یو څه احساس کوو : یو یې بهرنی متحرک او بل یې داخل کې متحرک ګڼل کیږي ؛ دواړه په ځان او خپلو وړتیاو د شک لامل کېدای شي.