په سر کې فشار ته ورته درد
فشار ته ورته یا د سر نیول کېدو ته ورته درد داسې احساس کیږي لکه ټنډه چې په پټۍ تړل شوې وي. په ډېری خلکو کې ښه کېدونکی او په میاشت کې یو تر دوه ځلو پورې بېرته راګرځېدونکی وي، په ځینو خلکو کې اوږدمهاله وي. په سر، څټ او سترګو یا د سترګو له پاسه د کم، زیات او یا بې کچې زیات درد لامل کېدای شي.
تر اوسه نه ده مالومه چې ولې او څرنګه رامنځته کیږي خو څېړونکي ګمان کوي چې ممکن د (hyperexcitable peripheral afferent neurons) فعالېدنه د سر درد لامل کیږي. همداسې امکان لري چې یو کس له درد سره حساس وي او یا د درد د پروسېس کوونکې برخې په مرکز کې ستونزه ولري.
د فشار ته ورته سر درد رامنځته کوونکي لاندې یاد شوي :
– سټرس
– د شپې لخوا د غاښونو چیچل یا په غاښونو کې ستونزه لرل
– د سترګو وچوالی
– ستړیا
– سګرټ څښول
– زکام
– سینو زیتیس
– کافې
– احساساتي سټرس
– کافي اوبه نه څکل
– بې خوبي
– د یوه وخت له خوراکه تېرېدل
علایم یې :
– په سر کې درد
– په ټنډه کې فشار
– په تمرکز کې ستونزه
– ستړیا او نا ارامي
له میګرېن سره یې توپیر
میګرېن کې سر څانګې وهونکي درد ته ورته والی لري، یاد درد د سر دواړو یا یوې خوا کې وي، په سر فشار ته ورته سر درد څخه یې درد زیات وي، د میګرین درد له فزیکي فعالیت سره زیاتیږي خو د فشار ته ورته سر درد له فزیکي فعالیت سر درد نه زیاتیږي. له میګرین سره ځینې وخت زړه بدوالی او کانګې هم مل وي خو په سر درد کې نه وي. کله نا کله یې یو علایم “له رڼا او لوړ غږ سره حساس کېدنه” میګرېن ته ورته وي.
که چېرې فشار ته ورته سر درد سخت وي نو ممکن ډاکټر په سر کې د تومور لپاره د سي ټي سکېن سپارښتنه وکړي.
د درملنې لپاره یې لمړی ګام د ډېرو اوبو څکل دي، که چېرې مو شین چای کې ادرک اضافه کړ او له چای وروسته مو استراحت وکړ هم مرسته کوي. ولږه او ستړیا یې رامنځته کوي او له همدې امله خواړه او ارام اړین دی. که چېرې بیا مو هم سر درد ښه نشو نو ای بروفېن یا اسپیرین وخورئ. که چېرې یې اغیز ونه کړ نو لاندې درملو کې یو کارولی شئ :
tricyclic antidepressants
beta-blockers
divalproex sodium
indomethacin
ketorolac
naproxen
که چېرې د درد ارامونکو هم کار ونه کړ نو بیا د عضلو ارامونکي درمل وکاروئ، د عضلو ارامونکي درمل عضلې نرمې ساتي او د شخېدو مخنیوی یې کوي.