په فزیکي ژبه د خپلو خبرو ملاتړ

که چېرې د خبرو پر وخت ویښتو کې لاس ووهئ، که ښځه یا انجلۍ وي د ویښتو یوه برخه په ګوتو تاوول پیل کړي، د ګوتمۍ په ګوته کول، وېستل او یا تاوول وکړي دا یې د نا ارامتیا او یا د تمرکز د نشتوالي ښودنه کوي. د خبرو پر مهال بل ته د شهادت ګوته نیول د برید مانا لري. په یو څنګ کېناستل یا کوږ کیناستل په ځان د باور نشتوالی ښيي. که چېرې یو کس ولاړ وي او د خپلې تنې وزن کله په یوه پښه اچوي او کله په بله پښه دا هم په ځان د باور نشتوالی ښيي.

که چېرې ستا پیغام ډېر ښه هم ترتیب شوی او له مانا ډک وي خو که چېرې د بدن ژبه دې د پیغام ملاتړ ونکړي خپل پیغام بې مانا او بې اغیزه کوې. د خبرو په وخت کې اړینه ده چې په دې پوه شې چې ستا بدن څه کوي او څه وایي.

Share
Hide Buttons