په ملا کې ولې درد پیدا کیږي ؟

د ملا په لاندې برخه کې درد د کومې ځانګړې ناروغۍ له امله نه وي بلکې د مختلف ډوله روغتیایي ستونزو نښه وي. دا روغتیایي ستونزې د ملا په لاندې برخه کې په یوې یا څو برخو اغیز کوي لکه لېګامنټ او عضلو، ډېسک، د مهرو ترمنځ ډېسک، اعصاب او یا د شمزي مهرې. په ملا کې درد ځینې وخت ورسره د نږدې غړو له امله هم وي د بېلګې په توګه په پښتورګو کې د ستونزې له امله.

د ملا د درد درملنه
ډېری کسان ممکن اوږدې درملنې ته اړتیا ونلري او یوازې د درد درملو باندې ښه کیږي. که چېرې درد بې کچې زیات وي ممکن اوږدې او قوي درملنې ته د ډاکټر د نظر لاندې اړتیا ولري. د ملا د درد لپاره تر ډېره ای بروفېن (مورټېن، اډوېل) او ناپروکسېن (الېو) نسخه کیږي یاد درمل د پړسوب ضد ځانګړنې هم لري. د ملا د درد لپاره انالجېزیک لکه اسېټامینوفېن (ټیلېنول) هم کارېدلی شي خو د درملو دا کټګوري بیا د پړسوب ضد ځانګړنې نه لري. که چېرې پښتورګو کې ستونزه لرئ او یا هم معده کې مو ټپ وي نو له ایبروفېن سره پام وکړئ او په خپلسر یې مه کاروئ. د ډاکټر له هدایت پرته زیات ډوز کارول یې مناسب نه دي ځکه چې زیات ډوز یې بد اغیز لرلای شي.

د ملا په سطحه باندې کارېدونکي درمل په خپل ځان کې ایبروفېن او لیډوکېن لري او ډېری یې د جېل، مرهم، کریم، ټاپې او سپرې شکل کې وي او د ملا د درد کمولو کې اغیزمن وي. که چېرې له درد سره د عضلې نیول کېدنه هم رامنځته کیږي نو د عضلو ارامونکي هم ورسره کارېدلای شي کوم چې د عصابو په مرکزي برخې اغیز کوي او درد کمېدو کې مرسته کوي. انټي ډېپرېسسنټ لکه امیټریپ ټیلین هم ورته نسخه کېدای شي یاد درمل د عصب درد ورسره ارامولای شي، یاد درمل ټریسیکلیک انټي ډېپرېسنټ دي او د درد د غبرګون په مختلفه برخه تمرکز کوي. کورټیزون سټېرویډ هم نسخه کېدای شي خو که چېرې د درد لامل کې عصب هم شامل وي. که چېرې درد بې کچې زیات وي نو ډېر ځواکمن درمل لکه اوکسي کوډون (اوکس کونټین) ورته نسخه کیږي، یاد درمل د ډاکټر له مشورې پرته مه کاروئ ځکه چې پرې معتاد کېدلای شئ.

عملیات
د کومو کسانو چې درد په درملو نه ارامیږي او جوړښت کې ستونزه وي درملنه یې په جراحي کیږي لکه :
– کوم کسان چې دوامدره درد لري او جوړښت کې د تشخیص وړ ستونزه ولري
– په عصب فشار کوم چې عضلو کې د کمزورتیا لامل کیږي
– په شوکي نخاع فشار کوم چې د ورځنیو چارو مخنیوی کوي

اضافي درملنه
– په ستنو باندې د درد کمول
– مساج
– شمزي ته ناڅاپه فشار
– د زهن ارامولو تخنیک

په کور کې کنګل او تودوخه پرې کارول، سپورت، د درد کمونکي تېل هم ورته ګټور وي.

په ملا کې د درد لاملونه
– ناڅاپه درانده توکي پورته کول، نا څاپه خوځښت، بې کچې د ملا زیات کارول
– په جوړښت کې ستونزه لرل : د انسان شمزی له مهرو جوړ دی، د مهرو ترمنځ واټن کې ډېسک موجود وي، که چېرې ډېسک کې ټپ رامنځته شي د ملا درد ورسره پیدا کیږي. ځینې وخت ډېسک بهر ته وتلی حالت خپلوي او ورسره په اعصابو فشار وارېدېدلای شي او بې کچې زیات درد کولای شي. که عصب باندې فشار وارېد شوی وي نو د سیاټیکا لامل کېدای شي او پښې کې د درد او ستنې ستنې کېدو لامل کیږي.
– سپاینل اوستیو ارتریټیس هم ملا کې درد پیدا کوي، د رامنځته کېدو لامل یې د ملا د لاندې برخې په مفصلونو کې د کرپندوکي زیان لیدنه وي، دا روغتیا حالت د وخت له تېرېدو سره سپاینل سټېنوسیس پیدا کوي.
– اوسټیوپروسیس : د هډوکي غلظت کې کمی رامنځته کېدل دي، په مهرو کې د وړو درزونو لامل کېدای شي او ملا کې بې کچې زیات درد پیدا کوي.

په ملا کې درد نور لاملونه هم لري خو ډېر کم وخت پېښیږي. که چېرې مو ملا کې دوامداره درد وي او درد مو نه ښه کیږي نو ډاکټر سره هرو مرو وګورئ. په کمو پېښېدونکو حالتونو کې لاندې یاد شوي هم شامل دي.
– که چېرې مو د شمزي مهره بې ځایه شي یاد حالت ته (degenerative spondylolisthesis) نوم اخیستل کیږي
– د شوکي نخاع په پای کې د عصب فعالیت له منځته تلل دې حالت ته (cauda equina syndrome) وایي او باید سملاسي روغتون ته یوړل شي
– په شمزي کې د باکتریا یا د مرخېړي له امله عفونیت پیدا کېدل دې حالت ته ( Staphylococcus, E. coli, or tuberculosis) نوم اخلي
– په شمزي کې سرطان یا غیرې سرطاني تومور پیدا کېدل
– پښتورګي عفوني کېدل یا پښتورګو کې تیږې پیدا کېدل

په ملا کې د درد علایم مختلف وي :
– د ملا په لاندې برخه کې درد
– د چاقو ګزار ته ورته درد کوم چې لاندې پښې ته څانګه کیږي
– د نېغ درېدو پر وخت ملا کې درد
– د ملا د درد له امله د خوځښت او ټیټېدو وړتیا له لاسه ورکول

که چېرې ملا کې درد د درانده وزن او یا نا څاپه خوځښت له امله وي ممکن درد یې زیات یا کم وي، ممکن لنډمهاله او یا اوږدمهاله وي. که چېرې د ملا درد له درې میاشتو زیات وي نو اوږدمهاله درد ګڼل کیږي خو که چېرې مو لاندې یاد شوي علایم تجربه کړل او تر دوه اوونیو یې ادامه وکړه نو هرو مرو ډاکټر سره وګورئ :
– په بولو او ادرارو کنټرول له لاسه ورکول
– په پښې کې د ستنې ستنې کېدو احساس
– له غورځېدو پس ملا کې ټپ
– داسې درد کوم چې د شپې لخوا زیاتیږي
– د ملا له درد سره وزن له لاسه ورکول
– په ملا کې داسې برېښ چې د ګېډې له درد سره تړاو لري
– له یادو علایمو سره تبه

د ملا د درد تشخیص
ډاکټر مو ممکن په پیل کې فزیکي ازموینه وکړي، په فزیکي ازموینه کې د قدم وهلو وړتیا ته کتنه، د شمزي د خوځښت وړتیا ته کتنه، د پښو ځواک ته کتنه شامل وي همداسې په پښو کې حسونو ته هم پام پکې شامل وي. که چېرې ډاکټر فکر وکړي چې کومه جدي ستونزه موجوده ده نو د وینې د ازموینې سپارښتنه کولای شي، په اېکس رې کې د هډوکو ماتېدنه او ترتیب کتلای شي، په سیټي سکېن یا اېم ار ای کې ډېسک، عضلې، لېګامنټ، اعصاب او د وینې رګونو کې ته کتنه کولای شي، د هډوکي سکېن کې د هډوکي نسجونو کې بې نظمي ته کتنه کولای شي، په اېلېکټرو میوګرافي کې د عصابو سګنالونه ته کتنه کولای شي.

څه د ملا د درد لامل کیږي ؟
– په داسې ځای کې کار کول چې په ولاړه یا ناسته وي او نور خوځښت پکې نه وي
– سپورت نه کول
– د عضلاتو له نرمولو پرته دروند فعالیت کول
– زیات عمر
– زیات وزن لرل
– سګرټ څښول
– ارتریټیس لرل
– د ملا درد مو له زهني روغتیا سره هم تړاو لري، که چېرې زړه تنګې دنده ولرئ، ډېپرېشن او یا تشویش ولرئ نو په ملا کې درد ورسره پیدا کولای شئ

په ملا کې درد او اومیدواري
د اومیدوارۍ په هرو درې میاشتو کې د ملا درد معمول دی او مختلف لاملونه لرلای شي، لاندې یې عام لاملونه یاد شوي :
– د جاذبې مرکز کې بدلون : څومره چې ګېډه کې ماشوم وده کوي همدومره ستاسې د بدن د جاذبې مرکز بهر وځي، شمزی مو وروسته لور ته تاویږي تر څو د بدلون لپاره توازن رامنځته کړي او دا چاره د شمزي په لاندې برخه کې په لومبر فشار واردوي.
– وزن اخیستل : که چېرې په دې نهو میاشتو کې تاسې کم وزن هم واخلئ نو د ملا په لاندې برخه مو فشار اچولی شي.
– هورمونونه : کله مو چې بدن د اولاد زېږېدو ته ځان چمتو کوي نو بدن مو هورمونونه پرېږدي تر څو هغه لېګامنټ ازاد کړي کوم چې د خاصره لګن او د شمزي د لومبر برخې ثبات ساتي.

د ادرارو د کانال عفوني کېدنه او د ملا درد
عفونیت ممکن په پښتورګو، یورېټر، یورېترا او یا مثانه کې وي. د عفوني کېدنې لامل یې دې کانال ته د مکروب یا باکتریا داخلېدنه او پکې زیاتېدنه وي. که چېرې د ادرارو په کانال کې عفونیت ولرئ نو ممکن ملا کې د درد او نا ارامتیا تر څنګ نور علایم لکه پر له پسې ادرار کول، د ادرارو کولو پر وخت د سوزي احساس، په ادرارو کې وینه، زګ کوونکي ادرار، د ادرارو بد بوي، سملاسي د ادرارو کولو احساس او کم ادرار کول تجربه کړئ. که چېرې د ادرارو د کانال د عفوني کېدنې لپاره درمل وخورئ نو د ملا درد مو هم ورسره ښه کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons