په ځیګر کې د غوړو کمونکي خواړه

مخکې به په هغو هیوادونو کې ځیګر ډېر خرابېده چېرې به چې خلکو زیالت الکول څکل. همداسې تر ډېره د وینې لوړ فشار، زیات وزن لرل او شکر هم په ځیګر کې د غوړو د جمع کېدو لامل کیږي. که چېرې مو ځیګر د غوړو جمع کولو ترڅنګ پړسوب هم ولري نو په دې مانا ده چې تاسې نباتي غوړي، بوره، نشایسته او تصفیه شوي کاربو هایډرېټ (ګلوسیډ) کاروئ. ځیګر کې د ستونزو لامل کېدونکي د هر ډول غلې اوړه او ډوډۍ، کیک، کلچې، بیسکټ، بوره، مکروني او د تخمونو نباتي غوړي دي.

که د یو انسان ځیګر ستونزه پیدا کړي نو تر ټولو لمړۍ نښه یې د زهن کار پرېښودل، تمرکز کمېدل، د زدکړې وړتیا له لاسه ورکول، زده کول او بېرته د را په یادولو وړتیا نه لرل وي، د ګېډې د ښي اړخ پورته برخه کې درد احساس کول، د پوستکي زېړ رنګه کېدل، پښو او تلو کې بخار احساس کول یا ګرېدل، د ګېډې غټېدل په ځیګر کې د غوړ جمع کېدو علایم وي.

د ځیګر د روغتیا لپاره مناسب خواړه د هګۍ زېړ او سره غوښه ده خو د غوییزو خواړه باید واښه وي او په غنمو او نورو خوړو یې وزن نه وي زیات شوی، همداسې د چرګانو هګۍ که چېرې بندو فارمونو کې ساتل شوي چرګان وي او خواړه یې هم هورمون لرونکي وي نو په دې صورت کې غوښه او هګۍ د روغتیا لپاره زیان رسونکي دي. چرګان باید ازاده فضا کې وساتل شي او غوییز د دې ترڅنګ چې ازاد ځای کې وساتل شي خواړه یې باید واښه وي.

هر هغه خواړه کوم کې چې کاربوهایډرېټ (ګلوسیډ) صفر وي د ځیګر غوړو پاکول او پړسوب له منځه وړلو کې لویه ونډه اخلي.

۱ – د هغو څارویو غوښه چې بند ځای کې نه وي ساتل شوي او خواړه یې واښه وي. یوازې د ځیګر نه بلکې د اینسولین ستونزې هم هواروي او د وینې بوره مو هم کنټرول کوي. دا ډول غوښه زیات زېنک، مس او د ښه کیفیت پروتینو سرچینه وي او درېواړه د ځیګر د روغتیا لپاره اړین دي.
۲ – په ځیګر کې د غوړو له منځه وړونکي دوېم تر ټولو اغیزمن کولین دي. د هګیو زېړ د کولین تر ټولو ښه سرچینه ده او همداسې د کاربوهایډرېټ کچه پکې صفر ده. د هغو څارویو ځیګر کوم چې په وښو او ګیاه لوی شوي وي زیات کولین لري.
۳ – د (Brassicaceae) کورنۍ کې د سبزي مختلف نسلونه دي او هر نسل کې مختلف ډولونه دي. د دې کورنۍ د سبزي ټول ډولونه او نسلونه د ځیګر د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي، په دې کې ګولپی، بروکولي، کرم او ځینې نور یې د ځیګر د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي. که چېرې خمیره شوي حالت کې کرم وخوړل شي نو د ځیګر د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي. په انګریزي کې ورته عام نوم (cruciferous vegetables) کاروي.
۴ – هغه کبان کوم چې وحشي چاپېریال کې لوی شوي وي او بدن یې شحم یا غوړ لري لکه سامون کب او یا نور غوړ لرونکي د سیندونو او سمندرونو کبان. باید د فارمونو کبان نه وي، په فارمونو کې کبانو ته لکه د چرګانو او غویانو هورمون لرونکي خواړه ورکول کیږي کوم چې روغتیا ته زیان رسونکي دي. د کبانو په غوړو کې اومېګا ۳ غوړ اسید وي کوم چې ځیګر کې پړسوب له منځه وړي.

له پورته یادو شو خوړو سره که چېرې تاسې له وچې ډوډۍ خوړلو، هر ډول خوږو خوړو او نباتي غوړو، په پاکټونو او ډبلیو کې له هر ډول خوړو ډډه وکړي نو ټولې روغتیا ته مو ګټه رسوي. که چېرې سګرټ او نسوار کوئ نو د پرېښودو لپاره یې د تباکو ځای نیونکي نیکوتین لرونکې ژاولې وکاروئ.

Share
Hide Buttons