په کار ځای کې خبرې اترې او اړیکې

په کار ځای کې د خبرو اترو کیفیت د اړیکو کیفیت د کار او خدماتو وړاندې کولو کیفیت ښي. د ډېری خلکو فعل او انفعال په کره توګه راکړه او ورکړه وي، د دې خلکو ټول تمرکز د چارې په ترسره کولو او پایلې تر لاسه کولو وي خو د بریالي کس فعل او انفعال اړیکې جوړول وي، تمرکز یې په دې وي چې د پایلو د ترلاسه کولو په لوري کې له نورو سره چلند څرنګه دی.

که چېرې تاسې اړیکو کې چلند ته پام وکړئ نو لمړي ګام کې به مو مثبت بدلون راوستی وي، د چارو تر سره کول او د دندې ځای به مو خوښونکی وي، همکار او پېرودونکي به مو ملګري وي، کاري فعالیت به مو ستړی کوونکی نه وي، د یادو چارو مثبت اغیز به د چاپېریال هر وګړی احساس کوي.

غږ کې روښانتیا
که مو چېرې دنده داسې چاپېریال کې وي چېرې چې د مختلفو کلتورونو او هیوادونو خلک کار کوي نو ډېری وخت ممکن له تلفظ سره ستونزه ولرئ د بېلګې په توګه ممکن تاسې فکر کې شئ چې مقابل کس (taught) او که یې (thought) وویل. تاسې چې کله خبرې کوئ د غږ کیفیت او د تلفظ کولو طریقه یې مستقیما په نورو اغیز لري.

۱ – ارامې خبرې وکړئ : په چټکۍ سره له خبرو کولو ډډه وکړئ تر څو مو له خبرو سره فکر هم مل وي.
۲ – په داسې لغاتو خپل پیغام بیان کړئ چې ټول پرې پوهیږي.
۳ – د پوهاوي لپاره نورو ته وخت ورکړئ. که څوک پوښتنه لري ځواب یې کړئ.

په ټیم کې کار کول : په ټیم کې د “زه” کلیمه ډېر کم وخت کاریږي ځکه چې ټیم کې ګڼ شمېر کسان وي او ټول باید سره یوځای شي تر څو یو منسجم او همغږی کاري یوڼټ یا څانګه جوړه کړي، تر څو یوې ګډې موخې ته ورسیږي. که چېرې داسې نه وي زیات امکان له ماتې سره د مخ کېدو شته وي. کله هم چې ته یو ټیم کې یې نو ستا ګډون، کړنې او عکس العمل ارزښت لري. څومره چې ته د خپل ځان مدیریت په سمه توګه کوې همدومره به د ټیم په چارو مثبت اغیز ولري او ټیم به مو همدومره ځواکمن وي. د بریالي ټیم جوړولو مسولیت یوازې د مدیر نه وي بلکې د هر وګړي مسولیت دی.

لاندې یاد شوي له تاسې د ټیم حیاتي برخه جوړولای شي :
۱ – خپلې وړتیاوې کارول : ستا وړتیاوې ټیم ته راوړل په ټیم کې خام مواد ګڼل کیږي کومې چې په تولید بدلیږي. که چېرې ته او د ټیم هر غړی خپلې وړتیاوې وپېژني او نورو ته یې ور په ګوته کړي نو د هر یوه مختلفې وړتیاوې د نیمګړتیاو مخه نیسي.
۲ – خپلې نیمګړتیاوې مه پټوه : که چېرې ته خپلې نیمګړتیاوې په نښه کړې او په ګوته کولو کې یې ریښتینی واوسې نو د ټیم نور غړي مرسته درسره پکې کولای شي. هر انسان نیمګړتیاوې لري.
۳ – په اغیزمنه توګه د چارو تر سره کولو لپاره اغیزمنې او روښانه خبرې اترې اړینې دي.
۴ – په ټیم کې ډېری وخت یو یا دوه کسان د چارو بوج په ځان اخلي، په ورته وخت کې د ټیم د هر غړي فعالیت هم د مسولیت برخه وي. د مسولیت له اخیستو ویره مه کوئ.

Share
Hide Buttons