پګ – Pug

ګمان کیږي چې مورنی ځای ېې چین ده. او جرمني سوداګرو په ۱۷ پېړۍ کې انګلستان ته له ځان سره انتقال کړی. پګ سپیا ډبله سخته تاو شوې لکۍ او لنډ اوربوز لري، عضلاتي بدن او غټ سر، تورې سترګې، واړه زوړند غوږونه لري. قد ېې له ۱۰ تر ۱۱ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۶ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن وېښتان ېې لنډ او هوار دي. په مخ باندې تور ماسک لري او هر رنګ کې پېدا کیږي. ډېر خلک ېې د کورني سپي په څېر کورونو کې ساتي.
 
 
Share
Hide Buttons