پیر ډیویډ هوسۍ – Père David’s deer

پیر ډیویډ هوسۍ (اېلا فوروس ډیویډینوس) غټې او ډېره نادره اسیایي هوسۍ دي. د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. ممکن دا هوسۍ د چین وي خو په تاریخ کې ېې ځای نده مالوم. دا هوسۍ یواځې په ژوبڼ کې شته دي. تر یو متر پورې قد لري، غټې درندې پښې او په پښو کې پراخه سومان یا نوکونه لري، واړه غوږونه او اوږده لکۍ لري، سور رنګه نصواري رنګ په اوړي کې او په ژمې کې خړ رنګه نصواري رنګ ته بدلیږي. غرڅه ېې ښکرونه لري چې د سر له کوپړۍ لږ پاسه په دوه برخو وېشل شوي یوه برخه ېې شا لور ته کاږه چې ښاخونه نلري، بله برخه ېې پاسه اوږده شوي او ښاخونه لري. په ۱۹ پېړۍ کې د دې هوسۍ رمې د چین یو باچا په یو پارک کې د لوبو لپاره ساتلې وې. له ۱۸۶۹ تر ۱۸۹۰ پورې د پیر ډویوډ ډېرې هوسۍ د اروپا ژوبڼونو ته انتقال شوې.

په کال ۱۸۹۵ کې په چین کې سیلابونه راغلل او د پیر ډویوډ ډېرو هوسیو ژوند له لاسه ورکړ. په کال ۱۹۰۰ کې د چینایانو یو ګروپ چې د باکسر په نامه یادیدل بغاوت پېل کړ او د دې هوسیو پاتې نسل هغوي له منځه یوړ. له دې وروسته انګریزانو په انګلستان کې دا هوسۍ په بندو ځایونو کې د نسل اخیستنې لپاره وساتلې چې دغه نسل اوس د نړۍ په ډېرو ژوبڼونو کې پیدا کېږي. په کال ۱۹۸۵ کې بیا ځلې ۲۰ پیر ډیویډ هوسۍ چین ته انتقال شوې او دوه لسیزې وروسته د دې هوسیو شمیر بیا تر ۲۰۰۰ پورې ورسېد.