په قدیمي چین کې د دې سپیانو نسل اخیستل شی. په هغه وخت کې دا سپیان مقدس سپیان ګڼل کېدل او پاچایانو لخوا د پاچایي په ماڼیو کې ساتل کېدل. په کال ۱۸۶۰ کې د انګریزانو پوځ په بیجینګ کې ماڼۍ لوټ کړې او دا سپیان ېې له ځان سره اروپا ته راوړل. دې سپي ته په شرق او غرب کې د زمري سپي نوم هم اخیستل کیږي. له ۶ تر ۹ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې تر ۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ټول بدن ېې په وېښتانو کې پټ وي، لاندې زوړند غوږونه لري. بدن ېې ډېر رنګونه لري خو د ټولو رنګونو سپیان ېې په مخ باندې تور ماسک لري.