پېټ بل ټېرایر – Pit bull terrier

په ۱۹ پېړۍ کې د دې سپیانو نسل په انګلستان کې د جنګولو لپاره اخیستل شوی. د بل او ټېرایر سپیانو ګډ نسل ده چې پخوا انګریزان، سکاټلنډیان او ایرلنډیانو د جنګ لپاره ساتل. له جنګولو پرته به ېې پرې نیمه وحشي حیوانات نیول. د دې سپیانو نوم نورو سپیانو ته هم کاریږي چې په امریکا او نورو ملکونو کې ېې نسل اخیستل شوی. دا سپیان ډېر وخت په انسان حمله نکوي او د جنګ په وخت کې هم د دواړو سپیانو مالکان سپیانو ته ورنږدې کیږي مګر یو سپی د بل سپی په مالک حمله نکوي. په اوس وخت کې په امریکا انګلستان، ایرلنډ کې د پسیانو جنګول جرم ګڼل کیږي خو بیا هم د دې سپیانو روزونکي دا سپیان د جنګولو لپاره روزي. د دې سپیانو پلرونه چې پېټ بل ورته وایي په انسان هم حمله کوي او په همدې وجه د دې حیواناتو لپاره د مسولیت قوانین جوړ شوی چې مالک ېې باید پلي کړي تر څو چا ته زیان وانه ړوي