ځان پېژندنه

د خپل ځان پیدا کول د خپل ځان پېژندنه او له نورو سره یې اړیکه جوړونه ده. دا ساده چاره څرنګه ترسره کولای شو؟

هغه کس چې نور پېژني هوښیار دی خو هغه کس چې خپل ځان پېژني روښانه شوی. دلته د روښانه شوي مانا عصري فکر لرونکی، له هر څه خبر او منطقي ده.

کله کله مو دا حیرانوي چې په دې نه پوهیږی تاسې څوک یاستی ؟ داسې احساس کوی چې په دومداره توګه خپل ځان د نورو اړتیاو پوره کولو ته برابروی یا یې له اړتیاو سره ځان تطابق کې کوی ؟ په ژوند کې داسې رول ادا کوی چې ستاسې د فکر کولو بهیر یې ګډوډ کړی وي او تاسې یې له خطر سره مخ کړي یاستی ؟ تاسې د خپل ځان له نورو سره هغسې په اغیزمنه توګه اړیکه نشی جوړلای لکه څرنګه یې چې غواړی ؟

کله چې مونږ په نورو کې ځانګړتیاوې وګوره نو لاسونه ورته پړکوو او ځانګړنو ته یې الهام بښونکې رهبري او جذابیت وایو. هر کس له بل سره توپیر لري او همدې توپیر ته یې ځانګړنه ویل کیږي نو همدا ځانګړنې چې په نورو کې وینو ولې یې په خپل ځان کې لیدنه نا ممکنه ده؟ ډېر ساده ځواب لري دا چې مونږ هوښیار یو نور پېژنو خو روښانه نه یو چې خپل ځان وپېژنو. ممکن د ځینې هوښیارو په زهن کې دا پوښتنه پیدا شي چې څرنګه خپل ځان ورکوو او څرنګه ورک شوی ځان بېرته موندلی او پېژندلی شو؟

سقراط وایي “خپل ځان وپېژنه”

د پخواني یونان په ډیلفي کې د اپولو په عبادت خونه لیکلي ځان وپېژنئ. د پخواني یونان فلسفیان په دې پوهېدلي وو چې د هر ډول هوښیارۍ لپاره تر هر څه لمړی لازمي شرط د ځان پېژندنه ده. سقراط هڅه کوله چې خپل ځان وپېژني ځکه چې ګمان یې کوه که چېرې ځان ونه پېژني بهر ټوله نړۍ به یو کوچنی ټکی وي.

په کوچنیوالي کې انسان د پوهې په راغونډولو او د هر څه په پېژندلو تمرکز کوي خو ډېر لویان هم د کوچنیانو دا چاره په بلوغ کې ترسره کوي ډېر کم خلک د خپل ځان پېژندنې هڅه کوي. که چېرې تاسې په خپلې اروا پوهنې ځان پوه کړی، خپل ځان وپېژنئ نو د خپل ځان خیال ساتنه هم زده کولای شی. همداسې که چېرې خپل ځان ونه پېژنی نو د خپل ځان خیال ساتنه نشی کولای، که چېرې له ځان سره اړیکه جوړه نشی کړای نو په ریښتینۍ توګه له نورو سره اړیکې نشی جوړولای. د ودې او پرمختګ یوازینۍ لار خپل ځان پېژندنه ده او هیڅوک تاسې داسې نشي پېژندلی لکه څرنګه خپله چې خپل ځانپخپله پېژندلای شی.

د انسان پېژندنه
د ځان پېژندنې لپاره لمړی اړین ګام د نورو انسانانو هغه نظرونو باندې پوهېدنه ده چې د انسان پېژندې په اړه یې لیکلي. د لسګونو پېړیو لپاره د انسان پېژندنې هڅې شوي خو اوسنۍ هڅې یې ساینسي بڼه لري. لاندې یې ځینو ته کتنه کوو:

د تکامل د بیولوجي پوهانو نظرونه :

داروین
له فزیولوجیکي او تکاملي نظره ټول انسانان لکه د نورو ژو په څېر د تکامل په ذریعه هدایت شوي تر څو خپل جنتیکي کوډ خپل بل نسل ته انتقال کړي – تر څو د مثل تولید وکړي. ممکن تاسې د داروین د بقا تیوري لوستې وي په دې نظریه کې داروین وایي چې د محدودو سرچینو لپاره هر ژوی یا د ژو ډول له نورو سره سیالي او مقابله کوي. په سیالي کوونکو کې کمزوری مړ کیږي او ځواکمن پاتې کیږي او پاتې شوی یې خپل جېن بل نسل ته انتقالوي. نو تکامل د هغو په ګټه دی کوم چې له خپل چاپېریال سره په ښه او سمه توګه تطابق کې وي. که چېرې له چاپېریال سره دا تطابق کوونکی یو ژوی وي او یا یو ډول وي د ټول ګروپ بقا ممکنه کوي.

که چېرې د داروین پورته تیوري ته ژوره کتنه وکړئ نو په دې به پوه شی چې سیالي، مبارزه او شخړه او خپل ځان تر نورو مخکې کول په هر ژوندي کې طبیعي ځانګړنه ده. خو د تکامل دا نظر بیا هم د انساني ټولنې بشړ تشرېح نکوي ځکه چې انساني ټولنه کې یو وګړی د بل خیال ساتنه کوي ډېری وخت د بل بقا ممکنه کوي.

ډاوکینز
په ۱۹۷۶ کې ریچارډ ډاوکینز د (The selfish gene) په نامه کتاب کې د تکامل او د انسان د انګیزې په اړه نظریات خپاره کړل. په دې کتاب کې ډاوکینز لیکلي چې انسان خپله د مثل تولید کول نغواړي بلکې په انسان کې یاد جېن د مثل تولید غواړي. په بله مانا یاد ځانغوښتونکی جېن د خپل ځان بقا مطمینه کول غواړي. له همدې امله زمونږ په ډي اېن کې بشر دوستي شتون لري ځکه چې د ځانغوښتونکي جېن یوازې د مثل تولید نغواړي بلکې له نورو سره چې جنتیکي شریک کوډونه لري د بقا لپاره یې خیال ساتنه غواړي، په کوم چاپېریال کې چې د مثل تولید کوي د همدې چاپېریال ساتنه کوي.

د انسان پېژندنې په اړه د اروا پوهانو نظر :

فروډ او یونګ
اروا پوهنې په دوامداره توګه هڅه کړې چې په دې پوهه شي څه مونږ کې انګېزه پیدا کوي. سیګمونډ فروډ ویلي چې په ناخبره زهن کې ډېرې انساني انګېزې له خبر او پوه زهن څخه پټې پرتې دي. فروډ وایي چې د انسان په ناخبره زهن کې د انګېزې اصلي رامنځته کوونکی د جنسي اړیکې لپاره لیوالتیا ده.

دفروډ شاګرد کارل یونګ چې خپله هم اروا پوهه وو د ژوند موخه شخصیت یا انفرادیت یاد کړی – په بشپړ توګه خپل ځان کېدنه – د بشپړتیا په لور خوځښت. د ژوند موخه یې په بشپړ توګه د خپل ځان په څېر کېدنه یاده کړې. که چېرې د کارل یونک نظریې ته ژوره کتنه وکړو نو همدا طریقه د انسان د ودې او پرمختګ راز دی. په هر انسان کې لویه پټه خزانه موجوده ده کومه چې باید ازاده او وده ورکړل شي. د کارل یونګ لپاره د ځان پېژندنه د څو ورځو چاره نه ده بلکې د ټول ژوند موخه ده.

مسلو
په ۱۹۴۳ کې مسلو د انګېزې په اړه تیوري خپره کړه په دې تیوري کې مسلو ویلي چې د اړتیاو یوه لړۍ موجوده ده او هر انسان یې د پوره کولو لپاره انګېزه لري. د مسلو په تیوري کې د خپل استعداد پېژندنه، احترام، مینه او له نورو سره اړیکه، محافظت او فزیولوجیکي اړتیا ده.

هر انسان تر ټولو لمړی د فزیولوجیکي اړتیا پوره کولو په هڅه کې وي لکه د اوبو، خوړو او د خوب لپاره د پناه ځای. دوېم ګام کې د محافظت په لټه کې وي چې په دې کې د یوې کورنۍ د غړي کېدو حق لرنه، عاید لرل او د عاید سرچینه له لاسه نه ورکول او بې خطره چاپېریال کې ژوند او داسې نور راځي. په لویدیځه نړۍ کې بیا محافظت فزیکي امنیت یا حفاظت ته نه وایي بلکې اروایي حفاظت ته د محافظت کلیمه کاریږي. په درېم ګام کې انسان د مینې او نورو سره د اړیکې په لټه کې وي په دې کې د انسان احساساتي اړتیاوې او خپلمنځي اړتیاوې نغښتي. په دې کې د کورنۍ جوړونه، ملګري پیدا کول او داسې نور شامل دي. احترام په دوه ډوله دی د نورو لخوا احترام او خپل ځانته احترام. کوم کسان چې خپل ځانته احترام لري د دې کسانو لاسته راوړنې دوي ته د قناعت وړ وي، په خپلو لاسته راوړنو خوښ وي خو د نورو لخوا د احترام عامل بهرنی وي لکه شهرت، امتیاز او داسې نور. په پای کې مسلو وایي چې کله ټولې پورته یادې شې اړتیاوې یو انسان ترلاسه کړي نو د خپل ځان استعداد پېژندنې ته اړتیا لري کله چې انسان خپل ځان وپېژني نو په بشپړ توګه د خپل ځان کېدو په لور تګ پیل کوي. په دې وخت کې انسان د هغه څه کېدو هڅه کوي چې کېدای شي او همدا چاره زمونږ ژوند له بې مانا کېدو ژغوري.

مسلو وایي کوم کس چې خپل ځان وپېژني تر نورو خوښ وي، تر نورو زیات قناعت کوونکی وي، د نورو په پرتله په ښه توګه د یو څه مسولیت اخیستلی او پرې پوهیدلای شي او له نورو سره ښې اړیکې جوړولای شي.

د ځان پېژندنې په اړه د مدیریت تیوري
مدیریت درېم داسې لینز دی په کوم کې چې د انسان انګېزه لیدلای او پرې پوهېدلای شو. عصري مدیریت د صنعت د انقلاب دور کې پیل شو. په دې وخت کې مدیران په دې هڅه کې وو چې څرنګه کار کوونکي زیات تولیدونکي کړي، څرنګه کار کوونکو کې د زیات کار او زیات تولید لپاره انګېزه پیدا کړي.

اېم سي ګرېګور
په ۱۹۶۰ لسیزه کې اېم سي ګرېګور وړاندیز وکړ چې کاري ټیم کې هر کس یو چلند له خپل ځان سره کار ځای ته راوړي او په هر کس کې د همدې چلند له مخې انګېزه پیدا کېدای شي. ډوګلاس اېم سي ګرېګور کاري ډله په دوه ډوله کار کوونکو وېشلې یوه ډله X او بله Y.

د X ډله معمولا کار کول نه خوښوي او د دوي یوازینۍ انګېزه د مدیرانو لخوا بهرنۍ فشار او کور ته د کار پای کې پیسې وړل وي. کوم مدیران چې خپل کار کوونکي د X ډلې په توګه وپېژني د زیات کار او زیات تولید لپاره په دوي کې د جایزې او پیسو په ذریعه انګېزه پیدا کوي، له نږدې یې تل څارنه کوي، د زیات کار لپاره ورته تل کاري موخه ټاکي او که چېرې چارې ناسمې مخته تللې وي نو د ملامتولو په ذریعه په دوي کې انګېزه پیدا کوي.

د Y ډله کې انګېزه خپله کار پیدا کوي له کاري لاسته راوړنو چې کوم قناعت ترلاسه کوي په دوي کې انګېزه زیاتوي. مدیران دې ډول کار کوونکو ته زیاتې ننګونکې چارې ورکوي، له دوي سره د باور فضا رامنځته کوي.

هېزبرګ
په ۱۹۵۹ کې فرېډریک هېزبرګ ویلي چې په کارې چاپېریال کې داسې عوامل شته چې کار کوونکو ته قناعت ورکوي او یا قناعت نه ورکوي : کوم عوامل چې د کار کوونکو قناعت ته زیان اړوي د کار کوونکو کاري انګېزه کموي لکه کم معاش، کاري شرایط، امنیت، د کار مالک او همکارانو سره اړیکې… کوم چې کار کوونکو ته قناعت ورکوونکي عوامل دي او کاري انګېزه زیاتوي په خپله کار، کار کې لاسته راوړنې، وده او پرمختګ دی…

که چېرې پورته ټوله لیکنه کې تاسې وګورئ نو ځان پېژندنه او له نورو سره اغیزمنې اړیکې لرل د هرې لاسته راوړنې لپاره اړین دي او که چېرې تاسې ځان ونه پېژنئ له نورو سره اړیکې نشی لرلای.


څه مونږ کې انګېزه پیدا کوي ؟
د هر کس لپاره د انګېزې لامل له بل سره توپیر لري. د ژوند په هر پړاو کې لمړیتوبونه هم توپیر سره لري.

د ژوند په مختلفو پړاونو کې انګېزه

هیله
کله چې انسان پیدا شي نو د مور له ګېډې بهر یې په نړۍ کې ژوند پیل شي. په دې وخت کې ماشوم د نورو پاملرنې ته اړتیا لري تر څو خواړه ورکړي، د نا ارامۍ وخت کې ارام ورکړي، ګرم یې وساتي او داسې نور. که چېرې کورنۍ یې ښه کورنۍ وي نو ټولې اړتیاوې یې هم پوره وي. کله چې ماشوم د ۱۸ میاشتو شي نو په دې پوه شي چې له مور او پلار څخه جلا یو کس دی او دا زده کوي چې د نورو پاملرنې ته اړتیا لري او د نورو له پاملرنې پرته بقا نشي موندلی. په ورته وخت کې ماشوم د خپلې ازادۍ، غوښتنو او خوښې لپاره مبارزه کوي خو په دې هم ځان مطمین کوي چې د مور او پلار پاملرنه ادامه لري.

په دې عمر کې د ماشوم لمړیتوبونه وده او په هر څه ځان پوه کول، له مور پلار پرته خپله ازادي ازموینه، د چلند زده کړه او په ورته وخت کې په دې ځان مطمین کول وي چې د نورو ملاتړ له ځان سره لري. لمړیتوبونه یې د دې زده کول وي چې څه مور او پلار خوښوي او څه یې خپه کوي. له دې وروسته یې انګېزه د ښه هلک کېدو یا ښې انجلۍ کېدو لپاره وي تر څو په دې هڅه خپل مور پلار خوښ کړي، په بل ګام کې په خپلو زده کړو او ښونځي کې تر نورو مخکې کېدلو لپاره انګېزه لري او د تر سره کولو لپاره یې مقر راتو ته غاړه ږدي.

کله چې ماشوم بلوغیت ته په رسېدو شي نو بدن کې یې لوی احساساتي او فزیکي بدلونونه رامنځته کیږي. په دې وخت کې انسان تر پخوا ډېره ازادي او خپل له نورو سره توپیر لرونکی د پېژندژنې یا هویت په هڅه کې وي. ډېره هڅه یې دا وي چې د مور او پلار په پرتله ټولنه کې د ملګرو ترمنځ د منلو وړ کس شي. له یوې خپل هویت جوړول غواړي له بلې خوا په دې هڅه کې وي چې دا هویت په ټولنه او ملګرو ومني.

کله چې د ۲۰ او ۳۰ کالو ترمنځ وي خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي نو له مور او پلار څخه خپل ځان په هر څه کې ازاد احساس کوي او د بلوغ ته رسېدلي ژوند د اړتیاو پوره کولو په لټه کې وي. د بېلګې په توګه واده کول، که چېرې امکان ولري او اقتصاد یې ښه وي له خپلې کور ودانې سره جلا کور او که انجلۍ وي نو میړه کول، د ژوند د ادامې او ورځنیو اړتیاو لپاره پیسې ګټل، په نوي چاپېریال کې د نویو ملګرو موندل، بچیان لرل او په خپل مسلک کې پرمختګ او لاسته راوړنې، په کاري چاپېریال کې، په همکارانو او د کار مالک ته منلو وړ کېدل. په دې وخت کې د انسان تمې او د تمو تر لاسه کولو لپاره شرایط او وضیعت له پخوا سره ډېر توپیر لري. عاید یې د ژوند په نورو برخو تسلط پیدا کوي.

کله چې انسان څلوېښت کلنۍ ته ورسیږي او د ژوند لپاره یې ټولې بنسټیزې اړتیاوې لکه دنده، عاید، کور، کور ودانه او که ښځه وي نو مېړه، بچیان یې ترلاسه کړي وي نو د ژور فکر خاوند شي او ممکن د خپل ژوند لوری په ډېرو برخو کې بدل کړي تر څو د لوري په بدلولو هر څه پراخ کړي.

کله چې انسان زوړ شي او تقاوت واخلي په دې وخت کې یې د ژوند لمړیتوبونه بیا توپیر کوي. د ژوند لپاره نوې موخه او د نوې مانا په لټه کې وي.

د ژوند په پورته هر یاد شوي پړاو کې زمونږ لمړیتوبونه او د تر لاسه کولو لپاره یې انګېزه توپیر کوي خو دوه شیان د ځان په څېر یو جلا کس اوسېدنه او په هر څه کې ځانګړې مانا لټونه تر پایه بې بدلونه پاتې کیږي له دې دوو پرته هر بدلون د ودې او پر مختګ لپاره اړین دی.

د هر کس لپاره انګېزه

طبیعي او تربیه شوی
ممکن ډېر خلک دا پوښتنه ولري چې څه مونږ ته د یو ځانګړي فرد یا کس شکل راکوي، زمونږ هغه طبیعت دی چې مونږ سره زېږدلی او زمونږ د راتلونکې د سفر په لارو حاکم دی او که تربیه ده. دواړه دانسان په جلا شخصیت جوړونه کې اړین رول لري. موزارټ په ډېر کم عمر کې د میوزیک ډېرې ښکلې ټوټې لیکلي او کمپوز کړي. ډېرو خلکو ګمان کوه چې نابغه دی او دا وړتیا یې طبیعي ده. خو کله چې په دې پوه شول چې پلار یې ډېر بې کچې تشویقوي، کار ورسره کوي او په موزارټ د میوزیک د ټوټو لیکلو لپاره فشار راوړي نو په دې پوه شول چې که چېرې په یوه طبیعي استعداد کار ونشي او وده ورنکړل شي په هېڅ بدلیږي.

په پورته بېلګه کې د انسان طبیعت او تربیه دواړه د انسان په جلا شخصیت او استعداد جوړېدنه کې خپلمنځي رول لري.

نور ته د منلو وړ کېدل
ټول نه خو د انسانانو اکثریت په دې هڅه کې دي چې نور مینه ورسره ولري، نورو ته د منلو وړ وي او د نورو لخوا په دې پوه شي چې کافي اندازه ښه دي. نورو ته د منلو وړ کیدنه مونږ کې د باورونو او ارزښتونو یو کتاب جوړوي، دیاد کتاب جوړېدنه مونږ کې د سم او ناسم، ښه او بد، څه د منلو وړ دي او څه د منلو وړ نه دي حس پیدا کوي. زمونږ د باورونو او ارزښتونو کتاب ممکن مرستندویه وي، ممکن ځپونکی او ویجاړونکی وي، ممکن ریښتیا پکې وي، ممکن هره پاڼه کې یې له حقیقت لرې افسانې وي. په ټولیزه توګه دا کتاب مونږ ته له مور او پلار، د کورنۍ له غړو، د ټولنې له ملګرو او خپله له ټولنې او شخصي تجربو په میراث پاتې وي. د کتاب لویه برخه په قصدي ډول مونږ ته نه وي رازده شوې بلکې نورو ته په کتو مو بې اختیاره زده کړې وي. کله چې یوه ټولنه کې د باورونو په اړه پرته له پوښتنو ځوابونه او یا پوهه خپریږي حتی که حقیقت هم نه وي نو کم عمره هر وخت اورېدونکي ورته د حقیقت نظر کوي.

په هره ټولنه کې د هر انسان په داخل کې د هیلو ترمنځ او نورو ته د منلو وړ کېدو ترمنځ شخړه وي خو پایله کې نورو ته د منلو وړ کېدا له هیلو د شخړې سیالي ګټي. هره ټولنه کې عامه قانون او دودونه موجود وي که چېرې هر انسان له خپلو هیلو قانون او مقر رات جوړ کړي نو دا به نا ممکنه وي چې افراد خپله کې یوه ټولنه جوړه کړي. د بېلګې په توګه یو کس ډېر سخت وږی دی او په ورته وخت کې د میوې د دکان ترڅنګ هم ولاړ دی داسې هېڅ امکان نلري چې فوري دې میوه راواخلي او ځان دې تغذیه کړي حتی که پیسې هم ولري نو داسې نشي کولای چې لمړی مڼه وخوري او بیا پیسې ورکړي بلکې لمړی به پیسې ورکوي او بیا به مڼه اخلي ځکه چې د تر لاسه کولو لپاره یې ټولنه کې همداسې قانون ټاکل شوی له دې قانون سرغړونه غلا او جرم ګڼل کیږي.

بله بیلګه یې دا چې د ۲۰ او ۳۰ کالو عمر کې د مور او پلار د کورنۍ د نورو غړو لخوا تپل شوي فکرونه او هغې دندې یا کار ته ټېل وهنه وي کوم چې دوي د خپلو اولادو لپاره غواړي. همدا پړاو هغه پړاو دی چېرې چې مونږ خپل ځان ورکوو او د نورو له خوښو سره ځان تطابق کې کوو. په هغو هیوادونو کې چېرې چې بچیان په وهلو ډبولو د یو څه کولو ته هڅول کیږي دې ماشومانو له کوچنیوالي خپل ځان ورک کړی وي او په ټول عمر کې بیا په اسانۍ ځان پېژندلی او موندلی هم نشي. د داسې حالتونو په پای کې ډېر وخت هغه خلک چې هر حالت ته په کتو له فکره کار اخلي دا پیدا کوي چې دا کس زه نه یم بلکې د بل تپل شوې خوښه ده.

څه ښه دي او څه د منلو وړ دي په ټولنه کې دا ډول نظر ډېر وخت د نورو له نظر سره ځان تطابق کې کول دي او د ځان ورکولو لمړی ګام دی. کوم فکرونه چلند چې ستاسې مور او پلار زده کړي دوي ته له خپلو پلرونو په میراث پاتي که چېرې تاسې د مور او پلار څخه اخیستونکی میراث د ورځې له اړتیا سره اوسمهالیزه یا اپډیټ نکړی نو ټولې کړنې به مو د منسوخ شوي دور وي.

بدلون ته غبرګون
که چېرې څو لسیزې مخکې ژوند ته پام وکړو له اوسني ژوند سره ډېر زیات توپیر لري، په نړۍ کې تر پخوا هر وخت نفوس زیات دی، د ټکنالوجي وده په چټکۍ سره پر مخ تلونکې ده، د سوداګرۍ په نړیوال طبیعت کې هم له پخوا سره ډېر توپیر رامنځته شوی.

په ۲۰ پېړۍ کې انګلستان لویه امپراتوري لرله او تقریبا ټوله نړۍ باندې یې واک لره کله چې څو لسیزې او دوه نړیوالې جګړې تېرې شوې نو انګلستان د زوال په لور روان شو او متحده ایالتونه د نړۍ زبر ځواک شو. ډېر کم وخت وروسته کمونیزم ظهور وکړ او خلکو د ژوند کولو لپاره نوې طریقه اختیار کړه خو کمونیزم ډېر ژر بېرته پناه شو. له کمونیزم وروسته ډېر ژر جاپان د هدایت کوونکي اقتصاد په توګه را څرګند شو خو په ۲۱ پېړۍ کې د چین او د هند د چټکې اقتصادي ودې شاهدان یو. متحده ایالتونه په اوس وخت کې له زبر ځواک په سیال بدل شوی ځواک دی او په چین او هند د اغیز ساتلو لپاره او د بلاک جوړولو لپاره یې له اروپا سره یووالی رامنځته کړی.

ټول دا بدلونونه د یوه ژوند په اوږدو کې رامنځته شوي او ځینې د زیات عمر کسان د دې ټولو بدلونونو شاهدان دي.

هر چلند چې له یوه نسله بل ته پاتې کیږي بل نسل یې پرته له پوښتنې د پلي کوونې په ځای باید د خپل وخت له اړتیاو سره ازموینه وکړي او په اړه یې پوښتنې ځواب کړي. د بېلګې په توګه زمونږ نیکونو فکر کوه چې نړۍ هواره ده خو په ۲۱ پېړۍ کې اکثریت ځوانان په دې پوه دي چې نړۍ ګرده او په فضا کې د خوځښت په حال کې ده.

پایله
د ژوند په هر پړاو کې زموږ د انګېزې لامل توپیر لري کوم عامل چې مونږ کې د ژوند تیاره شپه کې انګېزه پیدا کوي د ژوند په سباون کې دا عامل مړاوې کیږي او بل تازه شین شوی یې ځای نیسي. نړۍ د بدلون حال کې ده که چېرې مونږ ځان وپېژنو نو هغه څه چې مونږ کې موجود دي او په اوس وخت کې منسوخ یا له منځه تللي او یا د تېر وخت دي له ځانه لرې کولای شو او خپل فکر له بدلون سره اوسمهالیزه یا اپډیټ کولای شو.


مونږ څوک یو ؟

ټوله نړۍ د لوبې میدان دی؛
او ټولې ښځې او نران یوازې لوبغاړي دي؛
دوي موجود دي او د لوبې میدان ته د ننوتلو پرانیستې لارې لري؛
او یو کس په خپل وخت کې د ډېرو برخو لوبغاړی دی.
ویلیم شیکسپیر

زمونږ رول
مونږ ټول د خپل ژوند په اوږدو کې او په ژوند کې چې له کوم بدلونه تېریږو په دې لوبه کې خپل رول لرو. د ژوند په هر پړاو کې اړتیاوې بدلیږي او د اړتیاو بدولون سره زمونږ د انګېزې عامل بدلیږي او دا ټول بدلونونه په هر پړاو کې زمونږ رول کې تغیر راولي.

مونږ له زېږېدو وروسته خپل ژوند کې د لور یا زوی رول پیل کوو، وروسته له دې سره د ورور کېدو یا خور کېدو رول اضافه کوو، وروسته د ملګري رول اخلو، کله چې قدم وهل پیل کړو نو د زده کوونکي رول اخلو، د بلوغیت په دوران کې د میړه کېدو یا ښځې کېدو، کار کوونکي، په کار ځای کې د همکار، شریک، مدیر، مور او پلار، کاکا ماما، کاندید او یا بل کوم رول لوبوو.

په یاد هر رول کې مونږ دا زده کوو چې کوم رول کې څه ډول چلند وکړو خو همدا چلند بل رول کې ونکړو او یا هر رول کې څه ډول چلند وکړو څه ډول چلند ونکړو. د بېلګې په توګه د کار مالک سره هغه ډول چلند نه کوی کوم چې د کوچنیوالي له ملګري سره د تفریح او میلمستیا وخت کې کوی.

په قاموس کې د رول مانا هغه څه چې له تا یې د کېدو تمه کیږي، په بله مانا ستاسې فعالیت او کړنو ته رول ویل کیږي. لکه څرنګه چې شپسکپیر په خپل شعر کې وایي هر لوبغاړی خپل ځانګړی رول او ټاکلی لوری لري. نور لوبغاړي له تاسې په دې رول کې د کړنو تمه لري تر څو په رول کې پاتې شی او دوي هم خپل رول ولوبوي. د وخت له تېرېدو سره هر یو کس د څو ډوله رول لپاره کړنې ترسره کوي.

د پلار په توګه د یوکس د رول په اړه فکر وکړئ. په سهار کې د خپلې میرمن تر څنګ د مېړه په توګه راویښیږي، له دې وروسته له خپلې مېرمنې سره په ګډه د پلار او مور په توګه خپل اولادونه له خوبه ویښوي، له خپلې کورنۍ سره د مېړه او پلار په توګه سهارنۍ خوري، د کار لور تګ پیل کوي او په لار کې د لاروي رول لري، یو ساعت له سفر وروسته چې کله کار ته ورسیږي د کار کوونکي رول لري او ورځې په پای کې بېرته پورته یاد رول تکراروي. د رخصتي په ورځ یې رول زیات پلار او مېړه خو ډېر کم کار کوونکی وي. ممکن د کورنۍ یا ټولنې له نورو غړو سره وویني او د ملګري، کاکا، ماما یا بل څه رول ولري.

په ټولنه کې د رول لوبول اړین دی تر څو ټولنه روان کار وکړي. هر یو کس د لوبې په میدا کې موجود دی او د لوبې میدان ته د ن نوتلو لپاره پرانیستې لار لري. د انسان رول د انسان د کړنو او اړیکو ته رجوع کوي او تعریف یې په پراخو تړونونو کیږي کوم چې د هر د هر کس د محافظت ضمانت کوي. د هر کس رول له بل سره فعل او انفعال ته لار هواروي. که چېرې داسې کس سره مخ شو چې له هغه سره تعریف شوی رول نلرو نو لمړی اړیکه ورسره جوړو له اړیکې وروسته اړیکې ته نوم ټاکو او بیا رول په غاړه اخلو.

د هر بریالي رول لپاره ډېر څه کولو ته اړتیا ده د بېلګې په توګه د ښې مور کېدو لپاره باید مور د ماشوم دروزنې لپاره له ماشوم سره بې کچې زیات وخت تېر کړي. همداسې په کار کې د بریالي رول لپاره تاسې باید په وخت کار ځای ته رسېدلي یاستئ او خپل کاري رول ته هر ډوله اړینه ژمنتیا وښیئ. همداسې ممکن کار کې بوختیا زیاته شي او تاسې د خپلو ماشومانو له غوښتنو او تمې ته له رسیدو پاتې کړي په یو وخت کې د څو ډوله رول په غاړه اخیستل هم وخت ته اړتیا لري او تر سره کول یې لویه ن نګونه وي. په یوه رول کې فعالیت او کړنې هغه څه وي نور یې له مونږ تمه لري او یا یې مونږ له خپل ځانه تمه لرو.

کله چې هر رول کې خپل فعالیت ته کتنه وکړو نو په دې پوهېدلای شو چې دا څه کوم دا زه یم او که د بل تپل شوې خوښه ؟ هر رول چې ادا کوو په مونږ کې په ځان باور جوړولو کې مرسته کوي. په رول کې ستاسې مقر رات او چلند باید هغه څه وي چې ستاسې په شان وي نه د بل تپل شوې خوښه.


نو مونږ په ریښتیا څوک یو ؟
د انسان شخصیت د ډي اېن اې له داخلي پروګرامینګ نه پیل کیږي او بیا څو لسیزې بهرني عوامل تغیر پکې راوړی کوم ته چې مونږ شخصیت وایو دا په خپله ناسم پېژندل شوی ځان دی هغه ځان دی چې د نورو خوښولو لپاره کاریږي، داسې ځان دی چې د نورو په اجنډا کې تطابق کوي او زمونږ چارچاپېره خلکو سره اړیکې جوړوي.

تاسې هغه وخت تاسې یاستی چې کله په دې پوه شی ژوند مو ژوره مانا لري او یوازې په تیوریکي او کره توګه په لیاقت پوهې او استعداد مخکې نه دی روان شوی. یوازې په تیوریکي او کره توګه په لیاقت پوهې او استعداد ژوند کول ښه وي ځکه چې له همدې لارې موټر، کور، خواړه او داسې نورې اړتیاوې ترلاسه کوی خو ممکن تاسې د همدې شتمنۍ په داخل کې ځان ورک کړی او ناخوښ واوسی او ژوند کې قناعت ونکړی. ستا حقیقي ځان هغه دی چې غواړي خپل ځان تظاهر کړي، هغه داخلي ذخیره ده چې تر اوسه نه ده کارېدلې، هغه بې ساری ځان دی چې نور ورته جذابیت وایي او په اورېدو او لیدو سره یې ستاسې په لور جذب کیږي او یا هم تاسې ته پرې د نابغه نوم درکوي. که چېرې تاسې له دې خپل پټ ځان سره اشنا شی او له اشنايي وروسته اړیکه ورسره جوړه کړی نو خپل او چار چاپېره د نورو ژوند کې لوی مثبت بدلون راوستی شی.

ته شخصیت نه یې بلکې ته شخصیت لرې که چېرې ته غواړې ته خپل ځان په خپل ځان وپېژنې نو لټون یې پکار دی او که چېرې ته خپل ځان کې موجود شخصیت ته خپل ځان ووایې نو خپل ځان به دې ورک کړی وي او هغه څه ته به دې خپل ځان نوم ورکړی وي چې بهرنیو عواملو په تا کې د یوې برخې په توګه جوړ کړی. که چېرې تاسې د خپل ځان داخل کې خپل ځان ولټوی له وخت سره ستاسې له داخل ستاسې خپل ځان بهر قدم ایږدي او نور ورته د نابغتوب، جذابیت، طبیعي استعداد او داسې نور نومونه ورکوي. دا هغه وخت امکان لري چې تاسې خپل ځان ته له بهر د یوه مستقل او ازاد کتونکي په توګه کتنه وکړئ. کله هم چې ځانته له بهر کتنه کوی نو خپل داخلي بهیر باندې ځان مه حاکم کوئ او خپل ځانته د حمایت او ملاتړ نه ډکه کتنه کوئ. په دې کتنه کې خپل حقیقي احساس، فکر، کړنو او چار چاپېره نړئ انځور کوی. د کتنې په وخت کې ځان په دې پوه کړئ چې څه روان دي او که سمون ته پکې اړتیا وي داسې سمون پکې راولی چې تاسې پکې خپل ځان موندلی شی. د ځان موندنې د همدې بهیر لپاره که چېرې نیوکه او وړاندیز اصطلاح هم وکارو نو مناسبه ده.

د ځان درک کول د خپل ځان په اړه پوهه کې زیاتوالی راولي. ستاسې په داخل کې تاسې ته هغه شخړې در په ګوته کوي چې د خپل ځان او بهرنیو عواملو ترمنځ وي. په دې توګه تاسې هغه بهرني باورونه، ارزښتونه او عادتونه چې تاسې نه یاست بلکې د ټولنې دود او ارث دی او تاسې ته یې له کوچنیوالي د حقایقو په توګه در پېژندلي په ګوته کولای او له منځه وړلای شی. کله مو هم چې خپل ځان پیدا کړ ځان هماغسې ومنی چې څرنګه یاستی د نورو د خوښولو لپاره پکې بدلون مه راولئ.

د ودې او پرمختګ لپاره تر ټولو اړین د خپل ځان پېژندنه او د خپل ځان هماغسې منل دي څرنګه چې یو. د ځان منل د خپل ځان په اړه نظر کې بدلون راولي. کله هم چې بل سره اړیکې جوړې کړی نو په خبرو اترو کې د ځان په څېر دیالوګ تمرین کړئ او که چېرې تاسې دا چاره ترسره کړئ نو له نورو سره اغیزمنې اړیکې جوړولای شی.

هر انسان چې له بل سره اړیکې جوړوي نو تل یې لاس کې سپر نیولی وي تر څو د بل له لوري د تورې د وار کولو مخه ونیسي خو که چېرې تاسې بل ته په خپلو خبرو اترو کې دا وښایاست چې هماغسې څرنګه چې دي د منلو وړ دي نو د وخت له تېرېدو سره خپل سپر کوزوي او د دوه کسانو ترمنځ ریښتینې اړیکه جوړیږي.

له نورو سره اړیکې جوړول
کله چې په لمړي ځل له چا سره ووینو نو ډېر ژر یې په اړه قضاوت کوو او یوه پایله زهن کې انځور کوو. ډېر ژر دا پرېکړه کوو چې دا دوست دی که دشمن. له ډېره پخوا یوازې د انسان په اړه نه بلکې انسان چې کله له ژو سره هم مخ شوی ډېر ژر یې په اړه همداسې پایله زهن کې انځور کړې. په انسانانو کې دا دود چې د نورو په اړه په ډېرو کمو مالوماتو فرضیه جوړه کړي او د بل اړه قضاوت وکړي. همدې چارې ته مخکې له مخکې قضاوت، له فکر کولو پرته او یا هم لیدلو او د حقیقت له درک کولو پرته قضاوت وایي.

کله چې یو کس له بل سره ویني معمولا د دوي د کار په اړه پوښتنه کوي ممکن د مقابل کس ځواب دا وي چې زه د دوه بچیانو مور یم، زه دوکان کې پلور او یا کومه بله چاره ترسره کوم، زه په شرکتونو کې پانګونه کوم او له همدې ځواب څخه یې مقابل کس ممکن مخکې له مخکې د څرنګوالي په اړه د قضاوت یوه لویه لړۍ په زهن کې انځور کړي. د قضاوت دا لړۍ ممکن د بل په اړه مثبت انځور وي ممکن منفي انځور وي. د انسان زهن دا ډول کس په یو ځانګړي ګروپ کې اچوي او د همدې ګروپ له مخې د مقابل کس چې یو جلا فرد دی او له هر بل کس سره توپیر لري له نورو سره په پرتله کوونې قضاوت کوي. همدا چاره د انسان په زهن کې د ټولنې له طبقو سره، جنسیت سره، قومونو سره تعصب ته هم لار هواروي. له بلې خوا د ریښتینې پېژندنې په ځای زمونږ زهن کې فرضې کومې چې د بل په اړه حقیقت نلري ځای نیسي.

بېلګه : یو ښځه او میړه د چا کره میلمانه وو هلته یې چې کله ډوډۍ وخوړه نو له خوړو وروسته یې د هغه کس کور ودانې ته وویل چې تاسې ډېر ښه خواړه پاخه کړي وو زما ښځې ته یې هم د پخولو طریقه ورزده کړئ. کوربه ښځې ورته وویل دیګ ما نه دی پوخ کړی زما میړه پوخ کړی. که چېرې مونږ په فرضیو د بل کړنې او فعالیت ته کتنه وکړو او یا هم له ګروپ سره اړوند عمومیت باندې د دوي په اړه ښه یا بد قضاوت وکړو نو له حقایقو موندلو او ریښتینې پېژندنې به ډېر لرې پاتې یو.

بله بېلګه د کار ځای په اړه که چېرې یو کس د اجرایي مشر په توګه کار ځای ته داخل شي نو ممکن ډېر خلک یې د رول په اړه مخکې له مخکې قضاوت زهن کې انځور کړي. په داسې حالت کې کار کوونکی په خپل زهن کې رول لیدلی او درک کړی او داخل شوی اجرایي کس یې نه دی پېژندلی. یوازې یې دا ویره درک کړې چې رول کې ځواک موجود دی او شخصا یې په هر څه اغیز لرلای شي په داسې حالت کې هر کس یو بل سره خبرې بس کوي، هر یو کس بوخت ښکاري، خپلو خبرو او خوځښت ته پام کوي. که چېرې تاسې رول زهن کې انځور کړی نو تاسې له رول سره اړیکه جوړه کړې بلکې ریښتیني کس سره مو اړیکه نه ده جوړه کړې له همدې امله مو اړیکه هغسې نه ده چې څرنګه یې تاسې غواړئ.

پایله
مونږ بل کس د لینزونو په یو لوی نوملړ کې ګورو هر لینز یې جلا رنګ لري ممکن یو لینز کې تاسې د کس رول سره اړیکه جوړه کړې وي ممکن بل لینز کې تاسې له ریښتیني کس سره اشنا شوي یاستی. ډیری خلک لینز ځکه نه بدلوي چې په یوه لینز کې نورو ته په کتو عادت شوي وي او ډېر وخت یې یا رول ویني او یا یې هم ټولنیز اغوستی ماسک ویني.

Comments

This post currently has 46 responses

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons