د وزن زیاتېدل د روغتیايي حالت د علایمو له ټولګې یو وي. کله مو دا فکر کړی چې ولې مو وزن زیاتیږي او یا مو وزن زیات شوی. همداسې کله مو دې ته هم پام شوی چې د بدن یوې برخه کې لکه ګېډې، پتون یا ورون او یا هم کومې بلې برخې وزن زیاتیږي ؟ لامل یې د وزن زیاتېدو تر شا رامنځته شوی روغتیایي حالت دی. ستاسې د بدن فعالیت نیوروهورمونونه یا هورمونونه کنټرول کوي. ستاسې بدن کې د اینډوکراین سیستم دی، یاد سیستم له مرغړیو جوړ دی او هر مرغړی مختلف ډوله هورمونونه بدن کې ترشح کوي. هورمونونه له یو بل سره په ګډه کار کوي تر څو د بدن فعالیت په مناسبه توګه تنظیم کړي. که چېرې یو مرغړی هم ناسم فعالیت وکړي نو له نورو سره سرکوېټ یا اتصال یې له منځه ځي او له دې سره بدن چربي جمع کوي.
د تنې څوربوالی په عمده توګه په څلور ډوله کټګوري شوی. په یو کس کې ممکن یو ډول څوربوالی وي یا دوه درې ډوله څوربوالی ولري.
د اډرېنل مرغړیو له امله رامنځته شوی څوربوالی
د انسان بدن کې دوه اډرېنل مرغړي موجود وي او هر یو یې د هر پښتورګي له پاسه موجود وي. هر اډرېنل مرغړی له دوه برخو جوړ وي : یوه برخه یې بهرنۍ زېړه نسواري کورټېکس برخه ده او دوېمه برخه یې داخل کې مېډیولا ده. کوم کسان چې اډرېنل څوربه تنه لري علایم یې لاندې یاد شوي :
– دوامداره او اوږد مهاله درد یا پړسوب د بدن یوې یا ډېرو برخو کې
– د ورځې پرمهال ستړیا او خوب ته اړتیا پیدا کول او د شپې بې خوبي
– بې کچې سټرس او اندېښنه
– مالګې او پنېر ته په ځانګړې توګه د شپې لخوا اشتیا لرل
– لاندې زوړنده ګېډه (انځور کې یې لیدلی شئ)
د هګیو د کیسې له امله رامنځته شوی څوربوالی
دا ډول څوربه تنه په ښځو کې وي. که چېرې ښځې د هګیو کیسه کې یوه ستونزه یا ډېرې ستونزې ولري نو هګۍ یې بې کچې زیات اېسټروجېن هورمون ترشح کوي. د اېسټروجېن له امله یې د ګېډې لاندې برخه کې شحم یا وازده جمع کیږي.
علایم یې لاندې یاد شوي :
– له میاشتینۍ ناروغۍ مخکې سېنډروم (Pre Menstrual Syndrome)
– تل د بورې، چاکلېټ او خوړو لپاره اشتیا لرل
– په ګېډه کې ګوړ ګوړ هاری یا د ګېډې خرابېدل
– پتونونه، کوناټي او د ورنونو مفصلونه یې د نورو برخو په پرتله زیات شحم لري
– په ګېډه کې یې له نامه لاندې برخه څوربوالی لري
– د میاشتینۍ ناروغي پر مهال یې د وینې جریان زیات وي
– د میاشتینۍ ناروغي پر مهال یې بدن د عضلو د شخوالي یا نیول کېدو له امله ډېر درد کوي
د تایرویډ مرغړي له امله بدن کې رامنځته شوی څوربوالی
تایرویډ مرغړی که چېرې بې کچې زیات فعال شي او زیات هورمون ترشح کړي نو بدن ډېر ډنګر یا مانده کولی، عضلې او هډوکي ډېر کمزوري کولی شي خو که یې د هورمون د ترشح کچه کمه شي نو انسان وزن زیاتوي او نورو ستونزې پیدا کوي. تایرویډ مرغړی د توتکې له پاسه وي. دنده یې د میټابولېزم د نرخ لوړ ساتل وي، یاده چاره په ایوډین لرونکو هورمونونو ترسره کوي، یادو هورمونونو ته تایروکسین (ټي ۴) او ټرای ایوډوتایروناین (ټي ۳) نومونه اخلي.
علایم یې لاندې یاد شوي :
– بې کچې زیات شحم او په بدن کې په ډېره مساوي توګه ویشل شوي وي
– د شپې لخوا د وریجو، وچې ډوډۍ او کیک خوړلو اشتیا لري
– بدن یې له خوړو ډېر کم اندازه ویټامینونه جذبوي
– سړې یا یخې پښې
– د وېښتو نري کېدل او توېدل
– د مټو چار چاپېره زوړند پوستکی
د ځیګر له امله څوربه تنه
بدن کې زهري توکي لکه له سګرټو بدن ته داخل شوي سرطان زېږونکي کیمیاوي توکي، لکه نباتي غوړي، بوره، وچه ډوډۍ او هر ډول بله غله د وخت له تېرېدو سره ځیګر کې ستونزه پیدا کوي. که چېرې ځیګر کې انسان ستونزه ولري نو ګېډه یې بهر ته وتلی حالت پیدا کوي کوم چې ډېر وخت شحم یا چربي نه وي او ډېر وخت ممکن اسایټ مایع وي.
علایم یې لاندې یاد شوي :
– بهر ته ګرده وتلې ګېډه
– د ښي اړخ وږې کې شخوالی
– مفصلونو کې درد او پړسوب
– په سترګو کې زېړ رنګه کړۍ، د لاسونو شا کې زېړوالی
– سره شوو یا غوړو خوړو ته اشتیا لرل
– ارګمی اچول