چیتل – Chital

خال لرونکې هوسۍ بل نوم ېې اکسیس هوسۍ (سېر وس اکسیس) ده. د اسیا هوسۍ، د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای، د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. قد ېې ۹۰–۹۵ سانتي متره (۳۷ انچه) پورې لوړیږي. بدن ېې خاپونه یا نښانونه لري او رنګ ېې پاسه سورنصواري او لاندې برخه سپین ده. نر ېې ښکرونه لري او د ښکرونو اوږدوالی ېې توپیر لري ډېر وخت درې څانګې وي او له دې څانګو بیا نور واړه ښاخونه غزېدلي وي. د ښکرو اوږدلی ېې تر یو متر پورې پیدا کیږي.