د مې مېاشت په ۳۰ نېټه، کال ۱۸۸۶ په امریکا کې زېږېدلې او د سپتمبر په ۸ نېټه، کال ۱۹۴۶ د امریکا په نیویارک ښار کې مړه شوې.
د امریکا بشر دوسته او د سپیانو نسل اخیستونکې چا چې د جرمني شېفرډ نسل اخیستنه کې لویه ونډه لرلې.. همداسې ېې د ړوند خلکو لپاره ګایډ سپیان هم روزلي.
په کال ۱۹۰۶ کې ېې له والټر اې ووډ سره واده وکړ. والټر یو سوداګر وو چې د ډایري غواګانو د نسل اخیستنې فارم ېې لاره. کله ېې چې مېړه مړ شو د مېړه له مرګ نه دوه کاله وروسته په کال ۱۹۱۷ کې دپنسلوانیا راډنور ته ولاړه. او له دې ځای نه په کال ۱۹۲۱ کې سویزرلنډ ته ولاړه او د سویزرلنډ په وې وې سیمه کې د سپیانو خوښ شويو نسلونو لپاره د نسل اخستنې فارم او روزن ځای جوړ کړ.
په کال ۱۹۲۳ ووډ له جورج اېم اوسټیس سره واده وکړ. او دواړو له سپیانو نسل اخستنه او دسپیانو روزنه پېل کړه. په دې وخت کې دې جوړې د سویزلنډ د او د ټولې اروپا د پولیسو او پوځ توجه خپله کړه او د اروپایي پولیسو او پوځ لپاره ېې کافي سپیان وروزل .
په کال ۱۹۲۷ ېې خبر تر لاسه کړ چې په جرمني کې یو مکتب د ړندو لپاره سپیان روزي. په دې کې یو ړوند خبر شو چې په سویس کې یوه شځه د ړندو لپاره هم سپیان روزي نو سم د لاسه ېې سفر ته تیاری وکړ او له دوی نه ېې یو سپی او د سپي په اړه مالومات واخیستل چې څرنګه ېې دمرستې او لارې پیدا کوونې لپاره وکاروي. کله چې د ناش ویل ښار ته بېرته راوګرځېد نو خلک پرې خبر شو او دغه فارم ډېر نامتو او اکثرو خلکو د دوي د چارو په اړه مالومات پېدا کول غوښتل. په کال ۱۹۲۹ کې اوسټیس بېرته امریکا ته ولاړه. او هلته ېې په نیو جرسي ناش ویل کې د سپیانو فارم او روزن ځای جوړ کړ.
اوسټیس تر ۱۹۴۰ کال پورې د سینګ ای د سپیانو د روزن ځای (مکتب) ریسه پاتې شوه. په سویزرلنډ کې هم له ۱۹۲۹ تر ۱۹۳۳ پورې اوی کي وا (هغه سترګه چې لېدل کوي) د سپیانو د روزن ځای (مکتب) رسیه وه. په کال ۱۹۵۸ کې ېې دومره پېسې ګټلې وې چې د سینګ ای مکتب یا د سپیانو روزن ځای په خپله حمایه کړي او هیڅ دولتي یا غېرې دولتي بودیجه ته ېې اړتیا نلرله.