ډکس هنډ – Dachshund

د جرمني سپیان چې د ټېرایر او هونډ سپیانو ګډ نسل ده. د نسل اخستنې موخه ېې د وړو حیواناتو چې خرس ته ورته دي له خپل پټن ځایونو راوېستل او ښکار کول وو. دا سپیان ژوره پراخه سینه لري، لنډې پښې، اوږد بدن او اوږده لاندې زوړند غوږونه لري. د بدن وېښتان ېې ډبل او د تار په څېر وي یا لنډ نرم وېښته لري او یا اوږده ګڼ وېښته لري. له ۷ تر ۱۰ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې له ۷ تر ۱۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي.