ډېپرېشن ته لنډه کتنه
ډېپرېشن د مزاج بې نظمي ده، په دې بې نظمي کې انسان د خپګان او ناهیلۍ احساس کوي او دا احساس یې نه تلونکی، دوامداره وي. ډېپرېشن کې ممکن تاسې له هغه څه سره بې علاقې شئ چې مخکې مو له کولو خوند اخیسته. ډېپرېشن مو ممکن د نورمال ژوند پر مخ وړلو او د ورځني فعالیت مخنیوی وکړي.
څه ډېپرېشن پیدا کوي ؟
زهن کې کیمیاوي توکي وي، دا کیمیاوي توکي ستاسې په مزاج خپل اغیز لري، کله چې بدلون پکې رامنځته شي نو ډېپرېشن رامنځته کولای شي. که چېرې تاسې کې لاندې یاد شوي موجود وي نو د ډېپرېشن د ودې امکان مو زیات وي :
– داسې پېښې چې تاسې کې د اوږدمهاله سټرس لامل کیږي لکه د نږدې کس مړینه، دندې یا عاید له لاسه ورکول، د مېرمن او مېړه ترمنځ شخړې او جلا کېدنه
– په کورنۍ کې د ډېپرېشن مخینه لرل
– اوږدمهاله جدي ناروغي لرل لکه شکر، د زړه ناروغۍ، سرطان
– د مخدره موادو یا نورو نشه اي توکو کارول
د ډېپرېشن علایم
– په اشتیا کې بدلون، ډېر خوراک یا خوراک نه کول، وزن زیاتېدل یا کمېدل
– بې خوبي او یا ډېر زیات ویده کېدل
– بې انرژي اوسېدل، فزیکي او زهني ستړیا
– نا ارامه اوسېدل
– خپل ځان بې ارزښته ګڼل، ناهیلی اوسېدل، کم جراته اوسېدل
– په تمرکز کې ستونزه لرل، هېرول، ورځني فعالیت او پرېکړو کې ستونزه لرل
– د خپل ځان د وژنې یا ټپي کولو فکرونه لرل
د ډېپرېش تشخیص څرنګه کیږي ؟
ډاکټر ممکن له تاسې د علایمو په اړه پوښتنه وکړي او د علایمو د مودې په اړه پوښتنه وکړي، ډاکټر ممکن له تاسې پوښتنه وکړي چې کورنۍ کې مو کوم بل غړی ډېپرېشن لري او که نه، ډاکټر ممکن له تاسې د ځینو پېښو په اړه پوښتنې وکړي لکه کور کې کورنۍ ستونزې، د نږدې کوم کس مړینه او داسې نور، … ډاکټر ممکن له تاسې د نورو ناروغیو په اړه او یا درملو په اړه پوښتنه وکړي.
د ډېپرېشن درملنه څرنګه کیږي ؟
– د چلند پېژندنې درملنه : ناروغ ته د منفي فکر په ګوته کول ور زده کیږي، له منفي فکر جوړېدونکی چلند په ګوته کول ور زده کیږي.
– درمل : د علایمو د کمزوري کولو او مدیریت لپاره درمل نسخه کیږي. د ډېپرېشن درمل تر څو اوونیو اغیز نه لري او اغیز یې له څو اوونیو پس پیل کیږي. ځینې درمل ممکن جدي بد اغیز (جانبي عوارض) ولري که چېرې مو تجربه کړل نو له ډاکټر سره اړیکه کې شئ تر څو مو درمل بدل کړي.
د ډېپرېشن لپاره تر ۹۰ ډوله زیات درمل نسخه کېدای شي یو څو بېلګې یې لاندې وګورئ
Cymbalta
Lexapro
Zoloft
Wellbutrin XL
Prozac
دا اړینه ده چې تاسې ژوند کې د باور وړ کس ولرئ تر څو د خپل ډېپرېشن په اړه خبرې ورسره وکړئ، دوېم هر نر او ښځې ته فزیکي فعالیت اړین دی تر څو خپل ډېپرېشن پرې مدیریت کړي، درېم هره شپه تر اته ساعتو پورې خوب ستاسې د فزیکي او زهني روغتیا ساتنه کې لویه ونډه اخلي، څلورم سالم خواړه او له یو ډول خوړو ډډه کول، هر وخت خوړو کې کافي میوه او تازه سبزي اړین دي، له نشه اي توکو ډډه کول هم د ډېپرېشن په درملنه کې خپل رول لري.
کله باید تاسې له ډاکټر یا د بیړنیو مرستو رسونکو ټیم سره اړیکه کې شئ او یا نږدې روغتون ته ولاړ شئ ؟
– که مو علایم سخت شول او یا له درملنې پس څو اونیو کې ارام نشول
– علایمو مو د ورځني فعالیت مخنیو کوه
– ډاکټر ته له تلو او له درملو پس نوي علایم درکې پیدا شول
– که چېرې مو د خپلو علایمو او روغتیا په اړه پوښتنې لرلې