کانان سپیان – Canaan dog

د رمو د څر لپاره د سپیانو نسل ده نسل یې اسرایلو د سویس له (pariah) سپیانو په شلمه پېړۍ کې اخیستی. مخکې د ساتونکي په توګه کار ترې اخیستل کېده او د نورو ژو ښکار پرې کېده خو زیات یې بېرته وحشي شول. په ۱۹۳۰ لسیزه کې بیا د کورني کېدو پروګرام پیل شو تر څو دا سپیان بېرته کورني کړي او خپل فارمونه او پټي پرې وساتي. د اسرایلو په جګړو کې د پیغام رسونکي، د ماین موندونکي او ساتونکي کار ترې واخیستل شو. په کال ۱۹۴۹ کې د ړندو د لارموندنې لپاره وروزل شول.
 
کانان سپي له نابلده حالت او نا اشنا کسانو سره ډېر محتاط دي خو له خپلو مالکانو سره وفاداره دي. شور جوړول او لوبې کول یې خوښیږي. قد یې له ۱۹ تر ۲۴ انچه (له ۴۸ تر ۶۱ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۱۶ تر ۲۵ کیلو ګرامه (له ۳۵ تر ۵۵ پونډه) پورې رسیږي.
CanaanDog3
Canaan Dog photo by Matilda