Krill – کرېل
د سخت پوستو ټول هغه غړي دي چې په اوفوزیاسیا ډله (order Euphausiacea) کې شامل دي او د اوفوزیا نسل (genus Euphausia) جوړوي. اوفوزید (Euphausiids) د اوبو ملخ (shrimp) ته ورته ژوي دي. د اوبو له ملخ سره یې توپیر په لامبو وهونکو پښو کې برانشونه (gills) دي او کمې پښې یې د خوړو لپاره بدلون مومي. د بدن اوږدوالی یې له ۸ تر ۶۰ ملي متره پورې ده. تر اوسه پورې ۸۲ ډولونه مطالعه شوي. بدن یې رڼا کوونکي غړي (bioluminescent organs or photophores) لري او له همدې امله د شپې ښکاري. د ډېرو نورو ژو لپاره د سمندر په ځینو برخو کې د خوړو په توګه زېات ارزښت لري. ځینې مرغان، کبان او نهنګان په ځانګړې توګه نیله نهنګ خپل ځان پرې تغذیه کوي. خپلمنځ کې لویه ډله سره راغونډیږي چې ډېر وخت د سمندر د اوبو سطحې ته نږدې او یا تر ۲۰۰۰ متره په ژوره کې وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!