کورټیزول د سټرس هورمون دی خو په ورته وخت کې د پړسوب ضد په توګه هم کار کوي. که چېرې یو کس په خپل اډرینل مرغړیو کې ستونزه ولري او مرغړي یې کم کورټیزول هورمون تولید کړي نو د بدن زیاتو برخو کې یې پړسوب پیدا کیږي. که چېرې انسان اوږدمهاله سټرس ولري نو بدن یې د کورټیزول له کمي سره مخ کیږي او تر ډېره امکان لري چې په فایبرومایالجیا اخته شي.
کورټیزول د اینسولین په څېر دی، ممکن ستاسې بدن کې ډېر هورمون موجود وي خو اخذ کوونکي یې نه اخذ کوي. کله چې بدن اوږد مهاله سټرس سره مخ وي نو بدن د د کورټیزول د اخذ کوونکو د اخذ کوونې وړتیا کموي. کوم کسان چې په اډرینل مرغړیو کې ستونزه ولري نو ډېری وخت یې د پوزې سینوس برخه کې حساسیت رامنځته کیږي. کوم کسان چې په سینوس کې حساسیت لري ویټامین اي، ویټامین اې او ویټامین سي یې د پوزې روغتیا کې مرسته کولای شي.
که چېرې د یو کس اډرېنل مرغړي د کورټیزول په ترشح کې ستونزه ولري نو عضلات یې ورسره کمزوري کیږي، هډوکو کې یې ستونزې پیدا کیږي، د وینې فشار یې ورسره لوړیږي او د شپې خوب یې ورسره خرابیږي.