کوزول، ټېټول، بې ارزښته یا بې حیثیته کول

فعل دی.
۱ – کوزول، د لوړوالي کچه کمول یا سطحه ټیټول : دپردې کوزول.
۲ – د یو څه ارزښت یا اهمیت کمول، د یو څه کچه کمول : د تقاوت لپاره د عمر ټیټول.

کوزېدل او کوزول، ټیټول او ټیټېدل دواړه ورته مانا او کارونه نه لري. کوزول چې کله یو فاعل په مفعول عمل کوي د بېلګې په توګه زه پرده کوزوم. کوزېدل یا تیټېدل چې کله فاعل په خپله د خپل عمل مفعول وي د بېلګې په توګه زه کوزېږم.
کوزېدل
ټیټېدل، بې ارزښته یا بې حیثیته کېدل.
۱ – خپل ارزښت، حیثیت یا اهمیت له لاسه ورکول، خپل ځان بې ارزښته، بې حیثیته کول.

Sidebar



Share
Hide Buttons