Collie – کولي سپیان

د کاري سپیانو نسل ده، نسل یې په ۱۸ پېړۍ کې په برتانیا کې اخیستل شوی، دوه ډولونه لري د زیږه وېښتو کولي او د نرمو وېښتو کولي; دواړه ډولونه یې د رمو د ساتنې او څر لپاره کارېدل. سترګې یې بادام ته ورته شکل لري، نیم ولاړ نیم د مخې خوا ته تاو شوي غوږونه لري. شکل کې دواړه ډولونه یو بل ته ورته دي خو ځینې خلک یې جلا نسلونه ګڼي. قد یې له ۵۶ تر ۶۶ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۳ تر ۳۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
1Dog-rough-collie-portrait
Collie dog By Karen Arnold