د هنګري نسل ده چې په ۹ پېړۍ کې ماګایارانو له ځان سره اروپا ته انتقال کړی وو. دا سپیان د رمو د څر سپیان دي خو ماګایارانو د څر پر ځای د ساتنې او څوکیداري لپاره کارول. دا نسل قوي درانده هډوکي لري، نر سپی ېې تقریبا تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۴۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ښځینه سپۍ ېې د نر په پرتله وړه او قد کې لنډه وي. بدن ېې لکه د تار یا سیم په څېر په وېښتانو پوښلی. دا سپیان ډېر مستقل چلند غوره کوي او د رمو یا فارمونو ښه ساتونکي دي.