د سپیانو څو ډوله نسلونه دي، په بنسټیزه توګه د بوي په ذریعه د راکون ژوي د ښکار لپاره کارېدل. د تور او قهوه اي رنګه کوون هونډ نسل په متحده ایالتونو کې له بلډ هونډ (bloodhound) او فاکس هونډ (foxhound) څخه اخیستل شوی، شکل کې ډېر بلډ هونډ ته ورته والی لري، لنډ وېښته لري، قد یې له ۵۸ تر ۶۸ سانتي متره پورې لوړیږي، له هر ډول سړو او خرابې هوا سره د مقاومت وړتیا لري، د هوسۍ، راکون، او خرس د ښکار لپاره کاریږي.
