د سپیانو نسل ده او له نورو سپیانو سره یې توپیر نیله توره ژبه لرل دي. اصلي ځای یې چین ده او په چین کې د هان کورنۍ (Han dynasty) له وخته د زېږېدیز کال څخه ۲۲۰ کاله وړاندې موجود وو. ګمان کیږي چې د سپیانو تر ټولو زوړ نسل ده، په جنتیکي توګه له لیوه سره ډېر نږدې تړاو لري. کوکو نوم یې د انګلیسي له زړې اصطلاح اخیستل شوی کومه چې له شرق څخه غرب ته د سوداګریز کاروان لپاره کارېده.
غټ سر، او ګڼ وېښته چې د غاړې برخه کې ببر دي لري، لکۍ یې ملا یا څنګ لور ته تاو شوې وي. قد یې له ۴۳ تر ۵۱ سانتي متره (له ۱۷ تر ۲۰ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۰ تر ۳۲ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له مالک سره وفاداره خو له نابلده خلکو ډډه کوي.
