په منځنیو پېړیو کې دا نسل د هنګري د پاچایانو لخوا ساتل کېده او په همدې وجه د څوکیداري یا ساتنې لپاره چا نه کارول. ګمان کیږي چې دا نسل ډېر پخوانی ده او له منځنۍ اسیا ترکې، هنګري، هند، چین او تبت ته خپور شوی. دعصري یا اوسني کوواش سپیانو قد له ۲۶ تر ۳۰ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۳۲ تر ۵۲ کیلو ګرام پورې رسیږي. سپین رنګ لري او د سر جوړښت یا ښکلا ېې خلک ډېره خوښوي. د دې سپیانو ځانګړتیاوې دادي چې بې له دې څوک ورته هدایت وکړي خپله د هر څه ساتنه کوي، ډېره تېزه منډه وهي او مالک ټول ملکیت په نښه کوي او ساتنه ېې کوي.