د کلوبیونیډای کورنۍ (family Clubionidae) غړې دي. په (two-clawed hunting spider) نامه هم یادیږي. په رانې اېډا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. د بدن اوږدوالی یې له ۳ تر ۱۵ ملي متره پورې وي. د ډبرو لاندې او وښو کې د ورېښمو تونل جوړوي. د (Chiracanthium inclusum) ډول یې د متحده ایالتونو په ټولو سیمو کې پیدا کیږي د انسان لپاره زهري ده او ډېر وخت د خلکو په کورونو کې ځالې هم جوړوي.
