Mule – کچر
د نر خره او له اسپې څخه پیدا شوي بچي ته کچر وایي. ډېر کم وخت له نر اس او خرې څخه هم بچی پیدا کیږي کوم ته چې انګرېزۍ کې (hinny) نوم اخلي او (hinney) هم لیکل کیږي له کچر (mule) څخه جوړښت کې کوچنی وي. کچر په کوچنۍ اسیا کې تقریبا ۳۰۰۰ کاله وړاندې د بار وړلو لپاره ژوي وو او تر اوسه د نړۍ په ډېرو برخو کې د بار وړلو لپاره کاریږي ځکه چې کچر له سختو شرایطو سره مقاومت کولای شي کوم چې خر او اس نشي زغملای. کچر معمولا شنډ وي او بچیان نشي زېږولای.
قد او غاړه یې اس ته ورته وي خو لنډ سر او غوږونه یې خره ته ورته وي. نري د بدن غړي لري او نوکونه یا د پښو نعلونه یې واړه وي. نسواري یا سور ته ورته رنګ لري. له ۱۲۰ تر ۱۸۰ سانتي متره پورې لوړ قد لرلای شي او وزن یې له ۲۷۵ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیدای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!