ګرنټ اچتز – Grant Achatz

د اپرېل په نېټه، کال ۱۹۷، د امریکا د میشيګان په سنټ کلیر سیمه کې زېږېدلی. د امریکا اشپز ده چې په اشپزي کې نوښت د رهبري تر مقام پورې ورساوه. اچتز د میشیګان ایالت په یو وړوکي ښار کې لوی شوی چېرته چې ېې د پلار د خپلوانو په یو رسټورانټ کې کار کوه. په کال ۱۹۹۴کې له (Culinary Institute of America) څخه چې په هایډ پارک (Hyde Park) کې ده فارغ شو. له دې وروسته ېې کم وخت په ( Charlie Trotter’s eponymous Chicago restaurant) کې کار وکړ. په کال ۱۹۹۶ کې ېې د کلیفورنیا یو اشپز ته ووېل چې د (French Laundry) کالیو مینځلو ځای کې دنده ورته پېدا کړي له دې دندې وروسته همدې اشپز چې توماس کېلر (Thomas Keller) نومېده په یو رسټورانټ کې په کار مقر ر کړ. له ځنې سفرونو او دندو وروسته ېې خپل رسټورانټ جوړ کړ. په ۲۰۰۷ کال کې د ګورمېټ مجلې (Gourmet magazine) د هغه رسټورانټ چې الینیا (Alinea) نومیږي په پخلي کې د نوښت له وجې د امریکا تر ټولو ښه رسټورانټ اعلان کړ. په ۲۰۱۰ کې الینا رسټورانټ (Alinea) ته د (Michelin Guide) لخوا د درې ستورو جایزه ورکړل شوه.
په ۲۰۰۷ کال کې اشتز د ژبې د سرطان په ناروغۍ اخته شوی وو او ډاکټرانو ورته ووېل چې باید ۷۵% ژبه پرې کړي خو اشتز د جراحي پر ځای د کېموتېراپي (chemotherapy) او د وړانګو په ذریعه د سرطان حجرې وژنه غوره وګڼل. په ۲۰۰۸ کال کې له سرطان څخه خلاص شو او ژبې ېې بیا ځلې د خوند حس پېدا کړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons