Gordon L. Woods – ګورډن اېل ووډز
د ۱۹۵۲ کال، د جولای په ۱۴ نېټه، د متحده ایالتونو په ایداهو کې زېږېدلی او د ۲۰۰۹ کال، د اګسټ په ۲۰ نېټه، د کولوراډو په ایداهو کې مړ شوی. اس ته ورته د مثل تولید کې یې تخصص لره. خپلوڅېړنو کې یې اس ته ورته کلون (clone) تولید کړ – یاد کلون یو کچر وو د څېړنو له لارې په ۲۰۰۳ کال کې یې د مثل تولید ممکن شو، د (Idaho Gem) نوم پرې کېښودل شو. په انګرېزۍ کې کلون (clone) هغه غړي یا حجرې ته، د حجرو یا د غړو ګروپ ته وایي چې له جنسي نزدیکته پرته یوازې له مور یا پلار پیدا شوی وي. همداسې یې کلون په انساني ناروغیو د پوهېدو لپاره هم خپلو څېړنو کې کارولی.
په ۱۹۷۵ کې یې له (University of Idaho) پوهنتون څخه خپل لسانس وکړ او له (Colorado State University) څخه یې خپله دوکتورا په ویترنري کې وکړه. وروسته یې یو کال په مختلفو کلینکونو کې دنده ترسره کړه او (University of Wisconsin) ته ولاړه چېرې یې چې د مثل د تولید په بیولوجي کې لسانس او ماستري وکړل. په ۱۹۸۶ کې د ایداهو پوهنتون ته ولاړ چېرې یې چې اس ته ورته د مثل د تولید لپاره لابراتوار (Northwest Equine Reproduction Laboratory) تاسیس کړ.
په ۱۹۹۸ کې یې کینسر ۲ کمپنۍ پیدا کړه، د کینسر ۲ کمپنۍ تخصص د اس ته ورته ژو او انسان د سرطان بیولوجیکي بهیر کې څېړنه وه. په همدې کال کې ووډز او د امریکا د ژو ساینس پوهانو (Kenneth L. White and Dirk Vanderwall) هڅه کوله چې د اس له کورنۍ یو غړی کلون کړي. د کلون کولو لپاره یې ( nuclear transfer) تخنیک وکاروه په کوم کې چې د حجرې هسته راویستل کیږي او په (enucleated egg cell) کې (هغه د هګۍ حجره چې خپله هسته ترې وېستل شوې وي) کېښودل کیږي. په دې څېړنه کې یې د کچر له حجرې هسته راووېسته او د اس په هغه د هګۍ حجره کې یې نصب کړه چې هسته ترې وېستل شوې وه او له دې وروسته یې د اسپې په ځلانځ یا رحم کې پیوند کړه. له څوه سوه هڅو وروسته د ۲۰۰۳ کال د مې میاشت په ۴ نېټه د (Idaho Gem) په نامه نر کچر زېږونه کې بریالي شول.
Comments
So empty here ... leave a comment!