ګونیونېموس – Gonionemus

د وړو سمندري هایدروزوان نسل ده، د ډلې نوم ېې لیمنومیدوسی ده، د فیلوم نوم ېې سینیدارایا ده. قطر ېې تقریبا تر ۱۵ملي متره پورې وي. شکل ېې چترۍ ته ورته ده، د چترۍ له منځه ېې د تار په څېر منوبریم را کوز شوی چې همدا ېې خوله ده. د چترۍ شاوخوا ېې نور تارونه را زوړند دي، دغه تارونه په داخلې کې خالي دي او د خوړو د رانیولو لپاره ېې کاروي. هر یو غړی ېې د پلانولا لاروا ژوند پېل کوي او په ځای ناست د پولیپ شکل کې وده کوي. کله چې د پولیپ شکل مکمل شي, د پولیپ شکل باندې یو ډول وېښته یا تارونه وده کوي چې د میدوسا شکل ترې جوړیږي. دغه میدوسا بیا خپل ګامټ یا جنسي سلولونه په اوبو کې پرېدي، په اوبو کې القاح کوي او لاروا بچیان ترې جوړیږي. د ګونیونېموس وېرټینس په نامه ډول ېې زهري ده او کوم خلک چې په اوبو کې لامبا وهي د دوي لپاره خطرناک ګڼل شوی. کله چې دغه حیوان په اوبو کې موجود وي په لامبو وهونکي یو ډول بخار را پیدا کیږي پوستکی ېې سوزی کوي او د تودوخې درجه ېې لوړیږي. ځیګر ورو کار کوي، ساه اخیستلو کې ستونزه پیدا کوي، د لاسونو او پښو په بندونو کې درد احساس کوي. دغه وضعیت په ډېرو خلکو کې له ۱۰ تر ۳۰ دقیقو پورې دوام کوي او په ځنې خلکو کې تر څو ورزو پورې دوام کولای شي. ګونیونېموس د نړۍ د ګرمو سیمو په سمندرنو کې پیدا کیږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons