ګیفورډ پینشوټ – Gifford Pinchot
د اګسټ په ۱۱ نېټه، کال ۱۸۶۵، د امریکا د کوون په سمسبري سیمه کې زېږېدلی او د اکتوبر په ۴ نېټه، کال ۱۹۴۶، په نیویارک کې مړ شوی.
د امریکا د ځنګلاتو په ساتنه کې مخکښ کس ګڼل کیږي. په کال ۱۸۸۹ کې له ېل (Yale) څخه فارغ شو او له دې وروسته ېې د فرانسې په نانسي کې، جرمني، سویس، اتریش کې (National Forestry School) د ملي ځنګلاتو مکتب ته ولاړ. په کال ۱۸۹۲ کې بېرته خپل کور وګرځېد او د امریکا په بېلټ مور کې ېې خپل لومړی د ځنګلاتو سیستماتیک کار پېل کړ. په کال ۱۸۹۶ کې، په (National Forest Commission of the National Academy of Sciences) کې غړی شو. په دې پوسټ کې ېې د امریکا د ځنګلاتو په ساتنې کار وکړ. تر ۱۹۱۰ پورې د ځنګلاتو د ساتنې په اداره کې پر مختلفو پوسټونه کار کړی او د امریکا د ځنګلاتو د خدمتونو سیستم ېې بشپړ کړی. د چارو پر مخ وړلو لپاره ېې ټول میکانیزه ماشینونه هم یادې ادارې ته چمتو کړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!