احساسات او شخصیت
احساسات ډېر تعریفونه لري یو تعریف یې : احساسات پېچلی غبرګون دی، د کړنې لپاره چمتوالی دی په کوم کې چې فزیولوجیکي بدلون شامل دی. د احساساتو د پېچلتیا له امله د احساساتو تشرېح کول اسانه چاره نه ده. کله مو چې زهن د یو څه کولو په لور هڅوي له دې سره احساسات تل مل وي او دا احساسات یې په ترسره کولو کې مونږ ته ځواک راکوي. په بله مانا د احساساتو ملاتړ مونږ کړنو ته هڅوي او یا مو له کړنو را ګرځوي. همداسې مونږ له خپلو احساساتو او ملاتړ یې خوند اخلو خو ځینې وخت کې برعکس وي.
احساساتي کس هغه څوک دی چې احساسات په ډېره اسانۍ اغیز پرې کوي. دا ډېره اړینه ده چې خپل ځان او خپل شخصیت وپېژنو. ځینې خلک د نورو په پرتله زیات په خپلو احساسات وهدایت کېدونکي وي که چېرې دا خلک د ځان په اړه او د دې خلکو په اړه نور سم پوهاوی ترلاسه کړي نو د بې ځایه نا ارامي مخه به نیول شوې وي. که چېرې مونږ د احساساتي خلکو په نوملړ کې هم نه اوسو بیا هم احساسات لرو او منفي احساسات مو نا ارامه کولی او خوښ احساسات مو مثبت مزاج ته لار هوارولی شي. ممکن یو سهار ډېپرېس شوی احساس ولرو او دا ټوله ورځ زمونږ په مزاج خپل اغیز ولري، بله ورځ ممکن غسه له خوبه پاڅو خو بله ورځ ممکن له داسې احساس سره راویښ شو چې خپل ځانته پکې تفکر نغښتی وي. هر انسان شخصیت لري او د هر مختلف ډوله شخصیت لرونکی کس یوه ورته حالت ته مختلف ډوله غبرګون ښي.
د شخصیت څلور بنسټیز ډولونه
د شخصیت لمړی ډول (choleric) دی دا ډول خلک په خپل فطرت کې لیډر شېپ یا مشري لري او غواړي چې په هر څه کنټرول ولري. یوه ښه ځانګړنه یې ځواکمنې وړتیاوې لرل وي، کمزوری ټکی یې دا وي چې په بل امر کوي. په ټول ځواک د یوې موخې په لور خوځښت کې وي، نوي نظرونه او هر ډول ننګونې یې د انګېزې لامل وي.
د شخصیت دوېم ډول (phlegmatic) دی، دا ډول خلک خپل احساسات یا نه ښي او یا یې ډېر کم ښي. تر ټولو په زړه پورې خبر داده چې ډېری وخت د (phlegmatic) شخصیت لرونکی نر یا ښځه له (choleric) سره واده کوي. له واده وروسته دواړه تل وخت ته اړتیا لري چې د یو بل د توپیر په اړه زدکړه وکړي، دا توپیر ومني او یو بل سره په توافق کې فعالیت وکړي، داسې توافق چې د یو بل توپیر په پام کې نیول شوی وي. دا ډول خلک له واده وروسته یو بل ته تر هغو ډېره غسه کوي تر څو چې د یو بل درک کول زده کوي. یو احساساتي وي بل یې منطقي وي، یو یې په هر څه کې د شوق او علاقې اړخ لټوي بل یې د مسولیت اړخ لټوي. د (phlegmatic) شخصیت لرونکي هڅه کوي چې خپل باور وښي او د یو څه اندازه احساساتو د بیان په لټه کې وي.
د شخصیت درېم ډول (sanguine) دی. دا ډول خلک بې کچې زیات احساساتي وي، دا ډول شخصیت لرونکی ډېری وخت د (choleric) شخصیت لرونکی کس نا ارامه کوي، ځکه یو ته یې موخه مالومه وي او د موخې په لور خوځښت کې وي دوېم یې د احساساتو په بیان مزاحمت کوي. تل د ښه وخت لرلو په لټه کې وي.
د شخصیت څلورم ډول (melancholy) دی، دا ډول خلک فکر کوونکي وي، هر څه کې نظم غواړي، دا ډول خلک فکر کوي چې د هر څه لپاره یو ځای موجود دی او هر څه باید په خپل ځای کې وي. واده هم ډېری وخت له درېم ډول شخصیت لرونکي کس سره کوي کوم چې ډېر په ډیسپلین او نظم باور نلري.
په ډیرو انسانانو کې د شخصیت دوه یا ډېرو ډولونو مخلوط موجود وي.
په احساساتو تکیه کولو او یا احساساتو ته ډېر ارزښت ورکولو ته (emotionalism) وایي. تعریف یې ” بې کچې زیات احساسات ښودل او بیانول ” دی. په کوم کس چې د لامل او منطق په ځای احساسات حاکم وي په انګرېز کې ورته (emotionalist) وایي. که چېرې تاسې احساسات له پوهې، منطق، عقل او فکر سره پرتله کړی نو د دواړو ترمنځ یو توپیر “مناسب وخت او ځای” دی. پوهه، منطق، عقل او فکر تل د مناسب وخت او ځای لپاره انتظار کوي تر څو بیان او پلي شي خو احساسات تل انسان سملاسي کړنې ته ټیل وهي، احساسات پرته له دې چې د پرېکړې په پایلې تمرکز وکړي سملاسي د کړنې په لټه کې وي خو پوهه، منطق، عقل او فکر د کړنې په راتلونکې کې په پایلې تمرکز کوي، برعکس احساسات د راتلونکې په ځای په اوسمهال تمرکز کوي.
تاسې ممکن په احساساتي وخت کې ډېر څه ویلي او ترسره کړي وي خو وروسته مو بې کچې زیاته پښېماني کړي وي. همداسې ممکن ډېری وخت مو د احساساتو له امله له کړنې او ویلو ډډه کړې وي او وروسته پرې پښېمانه شوي یاست.
هغه کس چې احساسات نلري، د خپلو احساساتو ښودلو وړتیا نلري، احساسات نه احساس کوي او یا یې احساسات ډېر کمزوري وي په انګرېزۍ کې ورته (emotionless) وایي. کومو خلکو چې تېر وخت کې بدې تجربې لرلې وي د خپل ځان داخل کې دیوالونه جوړوي تر څو د خپل ځان محافظت وکړي او دې دیوالونو یې احساسات پټ کړي وي. دا خلک هم د نورو په څېر احساسات لري خو د خپلو احساساتو بیان نه کوي. دا خلک د خبرو له لارې باید خپلې ستونزې هوارې کړي کنه نو احساسات به یې په ناسم ډول په خپل سر څرګندېدل پیل کړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!