یخ شوې پرخه – Hoarfrost
پرخه هغه وخت یخ کیږي چې د هوا تودوخه له ۰° C کمه وي. پرخه په هغه ځایونو پرېوځي او یخ کیږي چې اسمان ته ښکاره وي لکه پاڼې، واښه، بوټي، ښاخونه او داسې نور… د پرخې د یخ کېدو پروسه او د پرخې د پرېوتو پروسه یو بل ته ورته دي یوازینی توپیر ېې که پرخه پاتې شي نو د تودوخې درجه له ۰° C څخه لوړه ده او که یخ شي له ۰° C څخه کمه ده.